ملګري ملتونه: افغانستان کې دې د میلیونونه ماشومانو د زده‌کړو حق ورکړل شي

ملګري ملتونه: افغانستان کې دې د میلیونونه ماشومانو د زده‌کړو حق ورکړل شي


  • 2 کاله دمخه (14/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 805

سمسور (۲۴غبرګولی۱۴۰۱) د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، د ا.ا په واکمني کې میلیونونه ماشومان له زده‌ کړو بې‌ برخې دي.

د دغه دفتر مرستیالې کلی‌ تی کلمنتز افغانستان ته راغلې او دلته یې په هرات کې له یوه ښوونځي څخه په لیدنه کې ویلي، چې له زده‌ کړو بې‌ برخې ماشومان زیاتره نجونې دي.

هغې ټینګار کړی، چې زده‌کړه د ماشومانو طبیعي حق او د ټولنې له بیړنیو اړتیاوو څخه دي، چې باید دغه حق ورکړل شي.

نوموړې زیاته کړې، چې ښځې په فعاله توګه په اقتصادي پرمختګ کې برخه لري؛ خو د دې هم جدي اړتیا ده، چې د رهبرۍ تر کچې ونډه ورکړل شي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې په هېواد کې له څه باندې لسو میاشتو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي دي.