د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې اسلامي امارت د دوحې په تړون کې له دوی سره کړې ژمنې نه دي عملې کړې.
نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې مېرمنو ته د کار، نجونو ته د زده کړو اجازه ورکول او د یو ټوله شموله حکومت جوړول هغه ژمنې وې چې اسلامي امارت د دوحې په تړون کې کړې وي.
هغه دغه راز ویلي چې واشنګټن د نجونو د زده کړو په اړه په نوي کال کې د اسلامي امارت پرېکړې ته په تمه دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د حوت د لسمې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو ویلي چې امریکا د دوحې په تړون کې کړې ژمنې نه دي عملي کړې.