د مدیترانیې په سمندرګي کې ۱۳ سوه کسان ژغورل شوي

د مدیترانیې په سمندرګي کې ۱۳ سوه کسان ژغورل شوي


  • 1 کال دمخه (11/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 686

د ایټالیا سمندري ځواکونو د کډوالو درې کښتۍ له ډوبېدو ژغورلي.

د سمندري ځواک ادارې د یو لړ تصویرونو په خپرولو سره ویلي چې په دې بېړیو کې نژدې دیارلس سوه کستان سپاره وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کسان له ترکیې څخه را روان شوي وو، چې د مدیترانې په سمندرګي کې له ستونزو سره مخ شوي وو.

د ایټالیا سمندري ځواک ویلي، که څه هم د کډوالو شمېر زیات وو، خو دوی په سخته توانېدلي چې ټول کډوال وژغوري.

دوی دا نه ده روښانه کړې چې دا کډوال د کومو هېوادونو وو.