د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان له سفارت څخه غوښتنه کوي، چې د هرې ورځې د ویزو د ورکړې شمیر دې معلوم کړي
صالح ویلي په دې کار سره غواړي چې د ویزو غوښتونکو لیکو کې نظم رامنځته کړي او خلک له زیاتو کړاوونو او سرګردانیو وژغوري.
امرالله صالح همداشان ویلي داسې ډیرې ښې او انساني لارې شته چې له مخې یې د ویزو غوښتونکي مدیریت شي.
امرالله صالح داسې مهال د پاکستان د ویزو په اړه وايي، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې جلال اباد ښار کې د پاکستانیو وېزو ټوکن اخیستونکو د ګڼې ګوڼې او د وېزې د وېش د ناسم مدیریت له امله ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.