د افغان سولې پر سر ددواړو لوریو ترمنځ دوهم پړاو خبرې پیل شوې.

د افغان سولې پر سر ددواړو لوریو ترمنځ دوهم پړاو خبرې پیل شوې.


  • 4 کاله دمخه (09/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1110

دوحه کې د مرکچي پلاوو ترمنځ بحثونه پیل شوي.

له شاوخوا ۲۵ ورځني ځنډ وروسته نن یو ځل بیا د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغان سولې پر سر ددواړو لوریو ترمنځ بحثونه پیل شوي. د روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون د بحثونو د پیلیدو خبر ورکړی، خو دا یې نه دي ویلې، دواړو لوریو بحث له کومو ټکو پیل کړی دی. د افغان حکومت مرکچي پلاوي بیا دوحې ته له ورتګ وړاندې ویلي وه، چې دوهم پړاو خبرو کې اوربند ددوی اساسي غوښتنه ده.

طالبانو بیا تازه د ولسمشر د هغو څرګندونو په مقابل کې، چې واک له رایو پرته بل ته نشي انتقالیدای ویلي، چې په دوهم پړاو خبرو کې ددوی له لوري، په افغانستان کې د راتلونکي نظام بڼه، له تور لیسته د طالب بندیانو لرې کیدل او له بنده ددوی د بندیانو خوشې کیدل شامل دي.