کندهار کې د نشه يي توکو په وړاندې ۶۱ عملیات ترسره شوي

کندهار کې د نشه يي توکو په وړاندې ۶۱ عملیات ترسره شوي


  • 4 مياشتي دمخه (27/08/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 119

د کندهار امنیه قومنداني وايي، د نشه يي توکو  په وړاندې د مبارزې امریت تېره اونۍ د نشه يي توکو د مخنیوي په پار ۶۱ عملیات ترسره کړي او په نتیجه کې ۲۰ تورن کسان نیول شوي دي. 

 

د یادې قومندانۍ په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې له یادو کسانو  سره پنځه زره او ۴۶۳ کیلو ګرامه اومان، ۷۰۰ کیلو  ګرامه تاریاک، ۱۰ کیلو ګرامه ښيښه، ۴۰۰۴ دانې زیکپ ګولۍ، پنځه عرادې موټرونه، اته سیټه موبایلونه او څلور عرادې موټر سایکلان نیول شوي دي.

 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده موده کې ۱۹۹ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې او ۱۳۳ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې لپاره صحي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.