د مرګ له وېرې؛ پاکستاني پوځیان له دندو تښتي

د مرګ له وېرې؛ پاکستاني پوځیان له دندو تښتي


  • 1 کال دمخه (28/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 477

په پښتونخوا او بلوچستان کې د وروستیو بریدونو له کبله یو شمېر پاکستاني پوځیان د پوځ له لیکو تښتي. 

د معلوماتو له مخې، د تېرې یوې میاشتې پر مهال د بلوچستان په اواران، بارخان او پنجګور ولسوالیو کې ۱۴ پاکستاني پوځیان له دندو تښتېدلي دي.

په همدې حال کې د پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې هم د یوې میاشتې په اوږدو کې پنځه کسان له پوځ تښتېدلي دي.

د پوځ له لیکو څخه  دسرتېرو د تېښتې خبرونه په داسې وخت کې لاس په لاس کېږي، چې اوس مهال په یادو سیمو کې د پاکستاني پوځیانو خلاف وسله والو بریدونو تر بل هر وخت زور اخیستی دی.