د طالبانو د قطر دفتر وايي، چې تېر ماښام د قطر سیاسي دفتر رئيس ملا برادر او ورسره هئيت او د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، جنرال سکاټ ميلر او ور سره هيئت ترمنځ ناسته وشوه.
طالبان وایي په ناسته کې د دوی او امريکا ترمنځ د شوې توافقنامې د اهميت، او د هغې د ټولو مادو په ښه تطبيق لکه د طالبانو د پاتې بنديانو خلاصون، د تورو ليستونو ختمول او ورته نورو مواردو باندې بحث شوی دی.
طالبان وایي په دې مجلس کې همدارنګه د عملیاتو د زياتوالي عواملو باندې، چې یو یې د را خلاص شويو بنديانو په کورونو د چاپو وهل دي هم خبرې شوې دي.