د بدخشان سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د ارغنچخواه ولسوالۍ د تاق ارچې په سيمه کې د سرو زرو د یوه کان د چت د لوېدو له امله دوه کان کېندونکي مړه شوي دي.
د یاد ولایت امنيه قوماندانۍ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، پېښه هغه مهال وشوه، چې کان کېندونکي د سرو زرو په کان کې په کار بوخت وو، چې د کان چت پرې راپرېوت.
خبر پاڼه زياتوي، دغه پېښه تېره ورځ مازديګر (د وږي ۳۱مه) رامنځته شوې او مړه شوي کسان د پوليسو له خوا د سيمې د خلکو په همکارۍ را اېستل شوي او خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د بدخشان په خواهان ولسوالۍ کې درې کان کېندونکي مړه شوي وو.