سبا او بل سبا د هېوادو ۲۷ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

سبا او بل سبا د هېوادو ۲۷ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی


  • 1 کال دمخه (01/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 747

سمسور نیوز (۱۲وری۱۴۰۲) د هوا پېژندنې ملي ادارې د روانې اوونۍ د يکشنبې او دوشنبې په ورځو د هېواد په ٢٧ ولايتونو کې د سختو بارانونو، واورې او سېلابونو را وتلو اټکل کړى دى. 

يادې ادارې نن شنبه ويلي، چې په دغه ولايتونو کې هرات، بادغيس، غور، فارياب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، تخار، کندز، بغلان، بدخشان، پنجشېر، پروان، کاپيسا، نورستان، کونړ، لغمان، کابل، ننګرهار، لوګر، خوست، پکتيا، ميدان وردګ، غزني، باميان او دايکندي شامل دي. 

په بيان کې ويل شوي، چې د باران د اورښت کچه به په بېلابېلو سيمو کې له ١٠ څخه تر ۵۰ ملي مترو او د واورې اورېدو کچه به هم په بېلابېلو سيمو کې له ١٠ څخه تر ٣٠ سانتي مترو پوري وي.