ځیرک سیاستوال څوک دی؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حنان حبیبزی
  • 1233

دا يو دود دى چې  سياستوال   لومړى د لويو لويو كارنامو نقشې انځوروي  او بيا عملي بڼه وركوي چې په  خلكو كې وستايل شي ..
د همدې لپاره  هوښیار سیاستوال   دخپلې  سیاسي موخې  د ترلاسه کولو لپاره   د ستايلو وړ کارنامې ترسره کوي  چې د ولس په زړونو کې ځای پیدا کړي  او واګې په لاس کې واخلي.  واکته له رسیدو سم لاسي وروسته  داسې شرایط  برابروي چې  لاس لاندې کسان یې دخوشالولوپه تمه   د تخت او بخت د ټينګيدا  لپاره منډې وکړي .
  هغه واكمن چې د خپل ولس لپاره د وياړونود راوړلو هيلې په زړه كې ګرځوي ، د لاس لاندې كسانو په ټاكلو كې له ډير ې پاملرنې او ځيرتيا څخه كار اخلي  چې د ولس پام ځانته راواړوي. په دودیز ډول ولس د یو سیاستوال راتلونکې کړنې د هغه  لاس لاندې څیرو  ته په پام سره اټکلوي.هغه سیاستوال چې د ولس له منځه رټل شوې څيرې پخپله کړۍ کې راټولې کړې ،ټولنیز ملاتړ له لاسه ورکوي.
دغه ډول واكمن  دغې  ځيرتيا او پاملرنې  ته خپل ارزښتناك  وخت ددې لپاره نه وركوي چې  ولس خوشاله كړي، بلكې ددې لپاره يې وركوي چې د خپلې واكمنۍ بنسټونه ټينګ کیږدي .
خودغه ډول  سمې  پريكړې په ترڅ ترڅ کې  د ولس د نيكمرغۍ لامل هم ګرځي او د هغه  واكمني  هم پرې ټينګیږي. هوښيار واكمن  د هغو لارو ګودرو په لټه كې وي چې خپل ګرانښت او نوم نښان پرې ډېر كړي او د ولس  ذهنونه او زړونه وګټي.
هغه واكمن چې د لاس لاندې كسانو په ګومارنه كې له پاملرنې  كار اخېستی، په رښتينې سره يې خپل هېواد او خپله واكمني  له  زواله ژغورلې ده.
دغه ډول مشران لومړى د خپلې ټولنې  ارواپوهنې ته پام اړوي او ټولې هغه ستونزې چې د واكمنۍ په اوږدو كې به ورسره مخامخېږي،  اټكلوي  او بيا د لاس لاندې چارواكو پر ګومارلو پيل كوي.
دغه ډول واكمن پوهېږي چې  لومړنۍ اړتيا يې څه ده او څه  وكړي چې  په ټولنه کې  دستايلو وړ وګرځي ؟  دی  د ولس پر هغه ډیرکي پوړ  ډډه لګوي چې د واك  د ترلاسه كولو په لار كې يې   ملا ورتړلې ده.
هوښیار  واكمن بايد د ټولنې فكرونه يو لوري ته بوځي او يو ځل چې يې د لويو برياوو په ښوولو سره د فكر يو والى رامنځته كړ، نو ارو مرو يې دخپلې واكمنۍ بنسټونه   ټينګ كړي دي . په افغانستان کې لویه بریا دا نه ده چې  پر جګړې ټینګار وکړئ . په افغانستان کې لویه بریا داده چې تاسو پخلاینه رامنځته کړئ او د خبرو اترو له لارې سوله شونې کړئ.
لكه څرنګه چې هره ټولنه ځانګړې اروا پوهنه لري، دغسې   بيلا بيل  اندونه هم پرې  واكمن دي او خلك نه پرېږدي چې پر ګډه لار  ګامونه واخلي . خو هغه واكمن چې مغزونه يې  له نوښته ډكې پريكړې په اسانۍ سره انځوروي ،ددغسې حالاتو په وړاندې هيڅ ستونزه نه لري .
خو هغه واكمن چې دلاس د ګوتو شمار كسانو د خوشالولو لپاره  دولس هيلې له پامه غورځوي  او پر ملي غوښتنو ولاړ ې پريكړې  نه  كوي  ،تل  يې واكمني له سياسي ګډوډۍ ،امنيتي  انارشۍ   او ستونزو څخه كړيږي .
افغانستان هغه هيواد دى چې  د لسيزو جګړو د يو وړ مشر له نشتوالي سره مخامخ كړى دى . ټولو هغوواکمنو  چې  پر افغانستان د شوروي  اتحاد له یرغل راوروسته    ځانونه  ازمايلي دي ، دافغان ولس د زړونو پر ګټلو  بريالي  شوي نه دي  بلکې  د زور  اوتاوتریخوالي له لارې یې هڅه کړې چې خپلې منګولې ټینګي کړي . لا هم زور واکي دي چې  دهيواد د سياست ډګر او دكړيدلو خلكو برخليك  یې په خونکارو لاسونو کې نیولی دی.
دقانون او عمل واک دهغه چا لاسته لویدلی دی چې تل یې له عادي انسانانو څخه د ژوند حق اخیستی دی او دعدالت  او قانون پلي کول یې   له خنډ سره مخامخ کړي دي. هغه خلك چې نور سولې او ارام ژوند ته اړتيا لري ،  مشرانو یې خپل واک ددوی په وړاندې کارولی دی ،له همدې کبله په دې ټولنه کې داسې مشر   را ونه ټوكيده چې ددغو زور واکو په وړاندې د خلکو فکرونه  سمې لارې ته برابر کړي او  ښه نوم پرځاى پريږدي .
 اوس  افغانستان  د یوې نړیوالې جګړې  دډګر په توګه د راتلونکو ولسمشریزو ټول ټاکنو  په پلمه  په بیساري ډول د سیاسي منډو ترړو پر مرکز بدل شوی دی .  شاوخوا څلویښت تنه  دجګړه ځپلي هیواد د واکمنۍ لپاره د سیالیو ډګر ته راوتلي دي . هر یو یې د خپلې پوهې په کچه  هڅه کوي چې دافغانانو په زړونو او مغزونو کې ځای پیداکړي او ددې سیاسي سیالیو د ډګر اتلولي تر لاسه کړي.
 له طالبانو وروسته  دافغانستان  تیر اته کلن سیاسي او پوځي بهیر  وښودله چې هیواد د سمې خواته نه دی روان او ورځ تر بلې د ولس او دولت ترمنځ واټن ډیریږي.
هغه تجربې چې د ولسمشر حامد کرزي له کارنامو څخه تاریخ ته پاتې شوې دادي چې د ولس  د ارادو له پامه غورځول دهیواد راتلونکی سیاسي مشرتوب له څو برابره ډیرو  ننګونوسره مخامخ کولی شي.
که سیاسي لوبغاړي دا حقیقت په پام  کې نه نیسي او دڅو تنو اشخاصو پر خوشالولو بوخت وي نو ولس دغه حالت په کلکه څاري او دهغه سیاستوال راتلونکی حکومت هم وار له واره  اټکلوي چې د ولس له ارادو سره سم برابر نه دی.
دغه ډول  اټکل بیا هغه باور ته زیان اړوي   چې یو سیاستوال له ډيرو هڅو او منډو ترړو وروسته  تر لاسه کړی دی . دا ډیره د پیغور خبره ده.
دا پوښتنه چې  له ۲۰۰۵ کال وروسته ولې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډیر شو ځواب یې دادی چې د ۲۰۰۴ کال د ټول ټاکنو په پایله کې رامنځته شوي حکومت خپلې وسلې او زور د ولس په وړاندې وکاراوو او هغو یې د ترهګرو  په نامه له حکومتي کړۍ بیل کړل.
هغه خلک چې ددغې تګلارې له کبله د هوای او مځکني پوځي ګذار لاندې راغلل  خپل ماشومان، ښځې ،نارینه او د ژوند د هر پوړ انسان یې پکې له لاسه ورکړ.
ددوی پت او جلال تر تیري لاندې راغی او همدغلته ټولو عادي کلیوالو وپتیېله چې   حکومت  ددوی له دښمنانو څخه جوړ دی .
پر خلکو ټولې لارې بندې شوې او مجبوره شول چې وسله واخلي ،کنه خو،  په ۲۰۰۴ کال کې د ارزګان  په وروستي کلي کې انتخابات ترسره شول. د هلمند په وروستي کلي کې انتخابات ترسره شول او خلکو رایه ورکړه. بیا ولې دغه خلک  جګړې ته واوښتل؟
رښتیا خو دادی چې حکومت په لوی لاس د عدالت لار وتړله او هغه جنګي مجرمین چې د سلګونو خلکو پر وینو یې لاسونه ککړ دي ،پر مهمو څوکیو کیښنول ، هغوی هم ښه په نره   قانون  په لغته وواهه.
اوس نو ډیر اټکلونه دادي چې دراتلونکي حکومت حالت به هم همداسې وي. د روانو ټول ټاکنو له منډو ترړو ښکاري چې د ولسمشر حامد کرزي په ګډون  د هغه  ډیری  نورو سیالانو له تیرو اته کلونو څخه څه زده  کړي نه دي. یوازې ډاکټر اشرف غني احمدزي   څه داسې   څرګندونې کړي دي چې دهغه شهرت یې په ټولنه کې ډیر کړی دی خو یوه کوچنۍ تیروتنه هم په دې ټولو هڅو پرده اچولی شي.
خو دنورو  سیاسي لوبغاړو له منځه  داسې خوله  لا پرانیستل  شوې نه ده  چې  د سولې  اواز ترې راووزي.  ډاکټر عبدالله چې د شمال ټلوالې په استازیتوب  دې سیالیو ته راوړاندې شوی دی ، وار له مخه یې پر جګړو ټینګار کړی او دسولې د راګرځولو لپاره کوم پلان نلري.
د فساد په ضد مبارزه  او دپښتنو نسل وژنه داسې څه دي چې  د افغانستان  له راتلونکي حکومت څخه عدالت غواړي  او له ښاغلي عبدالله دا تمه نشي کیدای.  حامد کرزی خو هغه څوک دی چې ددې نسل وژنې  تر شا یې دحکومت لاس دی اوکه له واکه لیرې شي نو ښايی   د بشر پر ضد په تیریو تورن هم شي. پاتې شو ، اشرف غني  احمدزی ، خلکو دده  سیاسي شعور او بصیرت هم په تله کې ایښی دی او هغه د جهاني صیب په خبره چې څوک به یې په ملاتړ پښیمانه نشي.