سیاسي مرستیال: زیاتو شمېر هېوادونو په رسمیت پېژندلي یوو

سیاسي مرستیال: زیاتو شمېر هېوادونو په رسمیت پېژندلي یوو


  • 7 مياشتي دمخه (11/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 278

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، چې اسلامي امارت په حقیقي مانا د ګڼ شمېر هېوادونو له لوري په رسمیت پېژندل شوی دی.

مولوي عبدالکبیر په ننګرهار کې د اقلیم بدلون په اړ جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې اسلامي امارت له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې لري او ګڼ شمېر هېوادونه په کابل کې فعال سفارتونه لري، چې په حقیقي مانا دا د دوی له لوري د ا سلامي امارت په رسمیت پېژندل دي.

د هغه په خبره،  د دوحې د راتلونکې ناستې اساسي موخه له اسلامي امارت سره د نړیوالو د تعامل د پراختیا په مانا ده.

نوموړي یو وار بیا ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د ټولې نړۍ لپاره امن خوښوي او هیچاته به د افغانستان له خاورې زیان ور ونه رسیږي.

مولوي عبدالکبیر په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې ټاکل شوې د روانې فبروري میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه دوحه کې د افغانستان په اړه ناسته وشي، چې د اسلامي امارت استازي ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.