د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د نړیوالو څلور اړخیزو سیالیو په وروستۍ لوبه کې نن د کوربه ټایلنډ پر وړاندې لوبه ترسره کوي.
ټاکل شوې ده، چې دغه لوبه نن د کابل پر وخت د مازیګر په پنځو بجو پیل شي.
افغانستان تر دې وړاندې په دغو سیالیو کې د اسټرالیا پر وړاندې د ۵-۴ په توپیر یوه بریا او د مالیزیا سره ۳-۳ مساوي لوبې کړې دي.
دغه څلور اړخیزې نړیوالې سیالۍ د ټایلنډ په کوربهتوب د افغانستان، اسټرالیا او مالیزیا هېوادونو ترمنځ د وري په ۵مه نېټه پيل شوې وې.
د یادونې ده، چې افغانستان له دغو سیالیو وروسته د میانمار په کوربهتوب د یاد هېواد له فوټسال ملي لوبډلې سره دوه دوستانه سیالۍ هم لري.