د قطر هوایي شرکت یوې الوتکې پرون ۲۳۵ نور مسافر له کابل هوایي ډګر څخه دوحې ته انتقال کړي دي.
یوه لوړپوړي قطري چارواکي روېټرز ته ویلي له کله چې امریکايي ځواکونو له افغانستانه د وتلو مأموریت بشپړ کړ دا پنځمه چارتر شوې الوتکه وه، چې د یکشنبې په ورځ یې له کابله خلک واېستل.
د مالوماتو لهمخې، چې په دې الوتکه کې اکثر کسان افغانان وو، چې دوحې ته انتقال شول.
د کابل هوايي ډګر ورو ورو عادي حالت ته راګرځي ځکه د امریکایانو او نورو بهرنیو هېوادونو لهخوا د خلکو د انتقال په بهیر کې د ډګر ګڼې برخې زیانمنې شوې وې او د پروازونو جوګه نهوې.
له افغانستانه قطر ته انتقال شوي کسان به لومړی په یوه موقتي کمپ کې ځای پر ځای کېږي او د اسنادو تر پروسس وروسته به امریکا ته انتقال شي.
قطر له افغانستانه د خلکو د ایستلو او په خپله خاوره کې کډوالو ته د موقتي کمپونو په خاطر د لوېدیځو هېوادونو لهخوا ستایل شوی دی.