پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵۸ زره او ۵۷۶ تنو ته ورسېد.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره ویلي، چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۳ فلسطیني وګړي وژل شوي دي.
د هغه په خبره، د اسرائېیلو په حملو کې تر اوسه له ۶۸ زرو ډېر کسان ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دمګړي اسرائیلو د نړیوالو له ګڼو اندېښنو سرهـسره پر رفح ښار خپلو بریدونو ته زور ورکړی.
د اسرائیلو لومړي وزیر غزه کې د اوربند وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي، چې د حماس ډلې تر ختمېدو پورې به خپلې جګړې ته دوام ورکوي.