له بي بي سي سره د ولسمشر غني د مرکې مهم ټکي

له بي بي سي سره د ولسمشر غني د مرکې مهم ټکي


  • 2 کاله دمخه (30/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1264

ولسمشر غني نن له بي بي سي سره په مرکه وايي، وروسته له هغه له هېواده ولاړ چې کله طالبانو د کابل واک تر خپل کنټرول لاندې راوست او په ماڼۍ کې امنیتي ډلې ورته خبرداری ورکړ، چې نور نه شي کولای له کابل او هغه دفاع وکړي.

‎هغه پوهیږي چې ولې افغانان هغه د طالبانو د ژر تر ژره په واکمنۍ تورنه وي. 

د هغې ورځې په سهار کې ما هیڅ فکر نه درلود چې د ماسپښین تر ناوخته به زه لاړ شم. 

‎لوړ پوړو  امنیتي چارواکو راته ویلي وو چې طالبانو کابل ته د نه ننوتلو ژمنه ماته کړې او په کابل او ماڼۍ کې امنیتي ځواکونه سقوط شوي دي.

‎ښاغلي غني وویل چې د افغانستان د ګډوډۍ او کړکېچ ملامتي په ده اچه ول شوې ده. هغه وویل چې هغه یوازې د هغه څه لپاره ملامتي مني چې هغه په ​​​​نړیوالو شریکانو باور وکړ او دا یې لویه تېروتنه وه چې په دوامداره توګه یې په ده فشار راوړی وه او دده واک یې محدود کړی وه.