تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۶ طالبان وژل شوي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۶ طالبان وژل شوي


  • 2 کاله دمخه (11/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1110

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره مخامخ جګړه او نښتو کې ۲۰۶ طالبان وژل شوي، ۱۰۱ ټپیان او ۱۳ نور نیول شوي دي.

همداراز د وسله والو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

سرچینه زیاتوي د دې په خواکې ۱۱ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شوي.

دغه طالبان د هېواد لغمان، کونړ، ننګرهار، کندهار، بادغیس، جوزجان، سمنګان، سرپل، بلخ، بامیان او تخار ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان او نیول شوي دي.