سرپرست حکومت د پاکستان د دفاع وزیر ادعا رد کړې

سرپرست حکومت د پاکستان د دفاع وزیر ادعا رد کړې


  • 4 ورځي دمخه (02/01/2025)
  • شریف الله وليزاد
  • 23

سرپرست حکومت د اصف ادعا رد کړې

 سرپرست حکومت له پاکستان څخه افغانستان ته د پاکستاني طالبانو د راستنولو په پار د ۱۰ میلیارده پاکستانۍ کلدارو د غوښتنې ادعا رد کړې ده. 

 

د ارګ مرستیال ویاند حمد الله فطرت په یوه کلیپ کې د تأسف په ښودلو سره ویلي، چې له پاکستان څخه یې دا غوښتنه نه ده کړې. 

 

هغه په دغه کلیپ کې زیاتوي، چې د یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي داسې ادعاوې د تأسف وړ دي او په وینا یې، چې خواجه اصف دا ادعا د خپلو موخو لپاره کړې ده. 

 

سرپرست حکومت وروسته تر هغه دا غبرګون وښود، چې تازه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له جیو نیوز پاکستاني ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان ته د سفر په وخت کې د سرپرست حکومت چارواکو د پاکستاني طالبانو د مېشتېدو لپاره د ۱۰ ملیارډه پاکستانۍ کلدارو غوښتنه ځني کړې وه.

‎#SamsoorNews