د ملایانو په اړه بحثونه تاوده دي. هره ورځ یې یو د خبرو سرټکی وي. هغه کیسې به ورسره سپینوو، خو د دوی یو جالب اړخ ته مې پام شوی او هغه دا چې ښایي په افغاني ټولنه کې بله دومره د گپ او ټوکو شوقي طبقه نه وي، لکه دوی چې دي. زه له ډاکټر، د ادبیاتو له استاد، له شاعر او بل و بل سره په احتیاط غږېږم، خو ملایانو سره ډېرې ډاډه ټوکې کولای شم. ښایي دا فردي تجربه وي، خو دلته یې صرف د یوې خولې خندا لپاره شریکوم. ما په ټوکو، ټوکو کې ملایانو ته مخامخ ټولې هغه سختې او د زړه خبرې کړې دي، چې اوس یې له ځان سره هم را یادوم، فکر کوم چې زه یې د ځان په اړه نه شم اورېدلای. خو دوی په خندا تېرې کړې دي او خوند یې ترې اخیستی. د نصرالدین ملا ټوکې، د مولانا عبید زاکاني حکایتونه او ظرافتونه، د ګلستان او بوستان په متونو کې خواره واره خندني ظرافتونه، د مولانا رومي په مثنوي کې ګڼې ټوکې او کیسې راته د ملایانو له شوخ طبیعیته پرده اړوي. زما په نظر که په پښتو کې هم دغه ټوکې، کیسې او شوخۍ را غونډې شي، نو زموږ ژبه او ادب غني کولای شي. د مولانا بسمل او نورو قلم په لاس ملایانو یو مسولیت دا هم دی، چې خپل کتلي اورېدلي ولیکي او په دې توګه د ملایي ژوند او اروا په منحصربفرد تجربو کې موږ ټول شریک کړي.
البته د ملايانو بحثونه او مناظرې مو که تعقيب کړې وي، نو د دوی د استدلال سبک او ميتود به مو هم درک کړی وي. دغه سبک د دوی په ټوکو او ظرافتونو کې هم جوت ښکاري. ملايان هڅه کوي، چې بحث خامخا وگټي. د دې کار لپاره د منطق له قوته داسې گټه اخلي، چې ملامتي د ده له سره واړوي. هغه ټوکه چې «دا خره چا را لگولې؟» يوازې ټوکه نه ده، بلکې د ملايي استدلال يوه ټيپيکل بیلگه هم ده. په تېرو ورځو کې د داسې استدلال يوه بېلگه د مولوي بسمل ليکنه وه، چې په ټوکه ټوکه يې د فاعل گناه د مفعول غاړې ته ور اچولې وه. که ژوند و، يو وخت به د منطق په غلطیو د بحث يوه لړۍ پيلوو، چې د منطق د قوې د ناوړه استعمال ټول اړخونه به تشريح کړو، خو تر هغې وړاندې، راځئ څو شېبې وخاندو. د لويې شاعرې پروين ملال خبره چې:
يوه خولۀ خندا په څو ده؟
مولینا بسمل سره چې کله هم مخ شوی یم، د جدي بحثونو تر څنګ مو د مجلس یوه برخه په خندا هم تېره کړې ده. دا خندا زیاتره د هغو ټوکو له امله وي، چې یا یې دی په عوامو او ملایانو کوي او یا زه پرې کومه نیمه کنایه ور وشغوم. استاد محمودالحسن محمود په لیسه کې زموږ د اسلامیاتو استاد خو زما ډېر نږدې ملګری او مشفق و. د هغه ټوکې او ظرافتونه لا بله دنیا ده. د ده په ساعت کې به له خندا نه زموږ خولې نه ټولېدې. ګڼ نور ملایان ملګري هم لرم او له ټولو سره مې د ملګرتیا جالبې خاطرې دي. څه وخت وړاندې زموږ د مهاجرت د وخت ملا امام شېخ مجیب وفات شو. هغه به ماته سبق را ښوده او په عین وخت کې به یې زما شعرونه خوښېدل، آن یو نیم به یې په لوډسپیکر کې وایه. ما ګڼ داسې ملایان ملګري لرلي دي، چې د ملګرتیا، د ظرافت او مهربانۍ بېلګې دي. د دوی یو عجیب خصوصیت دا دی، چې سخت په ګپ پوهېږي. هغه ټوکه دوه چنده خوند ورکوي چې په دوی وشي. یوه بله دا چې دغه ټول مې چې یاد کړل، پوهېږي چې موږ په یوه لاره نه یو روان، خو د اختلاف په اوج کې یې هم ما ته داسې احساس نه دی را کړی، چې دوی تر ما بېل یا لوړ دي. دغه ملایان او یو څه نور سپینږیري عالمان چې ما لېدلي، د ملا په اړه یې زما په ذهن کې ټولنیز تصور تل ننګولی دی. موږ فکر کوو، چې ملایان به وچ ککړ وي، چې خبره ورسره وکړم، چاړه به را پسې را وباسي او لنډه دا چې د بدیو یوې مجسمې به سپین کالي اغوستي وي، خو ټول داسې نه وي. هغه د چرسي خبره په دوی کې هم یو نیم مسلمان پیدا کېږي.
د سقوط په اوایلو کې چې له ملایانو او خصوصاً له ژڼیو سره خبره نه کېده، ما خپلې کیسې ورته د ټوکې یا طنز په جامه کې کړې دي او دوی هم خندلي دي. باور لرم که هغه خبره مې په بل سټایل کړې وای، تاوان یې را اړاوه.
زما کتنځی حضوري چمن ته مخامخ و. تر سقوط وروسته په روغتونونو کې د ناروغانو لویه سلنه دوی ول. کتنځي ته به ډله را ننوتل او له ټوپکو سره به له یوه ناروغه چاپېر ودرېدل. ما به هڅه کوله چې خبرې ورسره وکړم او له دوی یې هم واورم. له پخو سره خو خبرې اسانې وې، خو له ژڼیو سره خطرناکې ټوکې سختې وې. البته چې د خبرو فضا به برابره شوه، نو په ټوکو او طنز کې به ورسره هره خبره شونې وه.
یوه ورځ غر شو چې همداسې یوه وسله واله ډله را ننوته. د یوه ژڼي په معده درد و او څلور نور ورسره بدرګه ول. زه د ناروغ په معاینه کولو بوخت شوم، له هغه سره مې خبرې هم کولې او په عین وخت کې به مې له نورو ژڼیو هم یوه نیمه پوښتنه وکړه. ورو، ورو خبره دې ته ورسېده، چې د شکایت موقع پیدا شوه. و مې ویل: دا څه حال دی؟ ښوونځي بند، کار په ټپه ولاړ، خلک په منډه او.... دوی ډاډ راکاوه او هر یوه ویل چې انشاالله چارې سمېږي. موږ نوي یو، چې بلدېږو کارونه به هم سموو. یوه په کې وویل: ډاکټر صاحب ډېر زړه مه خوره. له خدایه به خیر غواړو، هر څه به سم شي. ما چې د ټوکې فرصت پیدا کړی و، نو سمدستي مې وویل:
- سمه ده، خو د خیر تمه به نه کوو.
- ولې ډاکټر صاحب؟
- که یې خیر ته زړه وای، تاسې یې نه را وستی.
څلور واړو په داسې لوړ غږ وخندل، چې تا به فکر کاوه کتنځی نه دی، بنډار دی. البته تر رخصتېدو وروسته په دې څلورو کې یو کس بېرته په څه بهانه را ننووت او ماته یې وویل:
ډاکټر صاحب زه دې پېژنم، خو لطفاً هیله درنه کوم چې هر چا سره داسې ټوکې مه کوه. ځینې یاران دومره په ماشه دي، چې له خدایه داسې خبره غواړي لکه تا چې وکړه. ما مننه ترې وکړه، خو په چا یې منې؟
بله ورځ راسره کتنځي کې یو بل ملګری ډاکټر هم ناست و، چې همداسې یوه ډله را ننوته. د ناروغ کار چې تمام شو، خبره بیا له موضوع ووته. په خبرو خبرو کې زما ډاکټر ملګري یوه ته وویل:
اوس خو حکومت در له غاړې دی، دا څڼې که لږې لنډې کړئ، ښه به نه وي؟ پخوا خو به یو دلیل و، چې خلک باید ووېرېږي، اوس خو باید له تاسو خلک و نه ډار شي، دغسې اوږدې څڼې خلکو ته خوند نه ورکوي.
ژڼي را بړچ وهل: موږ د خلکو په طبعه ځان نه برابروو. خلکو ته خو زموږ څڼې څه چې بېخي موږ هم خوند نه ورکوو، نو لاړ شو؟
ما وویل: های های چې د خلکو زړونو ته کتل کېدای، بیا به څه خوارۍ وې!
یو ماښام له خپل کتنځي را وتو. د روغتون مخې ته ډاکټر ملګري ته زنګ راغی. هغه چې موبایل غوږ ته ونېو، په همدې شېبه کې په یو موټرسایکل دوه سپاره را پیدا شول. شاته ناست هغه یې کړپ شو، چې د ډاکټر له لاسه موبایل کش کړ او موټرسایکل کش واخېست. شاوخوا مو چې وکتل نه پوسته شته او نه کوم ژڼی ولاړ دی. وار مو خطا نه کړ، د بالاحصار د خولې پوستې ته مو منډې کړې. هلته د سرک په غاړه یو نظام الدین له یو ټوپک سره ولاړ و.
- وه وروره! هلته غلو موبایل رانه یووړ.
- کوم ځای؟
- د هغه روغتون مخې ته.
- څه ډول غله ول؟
- په موټرسایکل دوه کسه سپاره ول او زړو مکرویانو ته تاو شول، نور یې څه پېژنو؟
- وبخښئ، موږ هلته پوسته نه لرو.
- یو چاته زنګ ووهه، یو کار وکه. نو موږ څه وکړو؟ چاته شکایت وکړو؟
- وبخښئ اولې ورځې دي، د چا نمبر نشته. ممکن مرسته درسره و نشم کړای.
- ښه سمه ده، مرستې نه دې تېر یو، خو یوه کیسه خو به مې اورې کنه؟
- هو په سترګو، مهرباني.
- وچکالي وه، د کلي خلک د استسقأ مونځونو او دوعاګانو ته کش ول. تر هر مانځه وروسته به سپینږیرو غږ وکړ. ملا صاحب د باران باره کې هم یو لاس جګ که. بالاخره باران را شروع شو. چې را شروع شو، اوس به یې دروي څوک. اوري، اوري او پسې اوري. د کلي چرسي را ووت او په کلي کې یې ناره وکړه:
ای خدای مو سټ که! تک شین اسمان و ګوتې مو په کې ووهلې. اوس خو راشئ، خلکو ته لرګي واخلئ چې کورونه تاوده کړي.
نو موږ هم رک روغ نظام درلود، قدم په قدم پوستې وې. پولیس او ټرافیک ول. تاسې راغلی، ګوتې مو په کې ووهلې. په موږ مو هغه ورځ هم ودروله او اوس خپله هم پوستې نه جوړوئ، غلو ته مو پرېښوو.
ژڼي دواړه لاسه تشو ته نېولي ول او په داسې خوند یې خندل، لکه زړه او روح یې چې غوړېدلي وي.
همداسې یوه ټوکه مې له مولانا بسمل سره هم وکړه. د ژڼیو صفت یې کاوه. وایي نه له چا ډوډۍ غواړي، نه تنخوا. ټوله شپه پیره کوي او په وږي نس د خلکو امنیت ساتي. خو بیا هم خلک نه دي راضي. ما ورته کړل:
خلکو خو هم پیره دار درلود او هم امنیت ساتونکی، ژڼیو دواړه پښې په یوه موزه کې ننه ایستلې وې، چې نه دا پیره داران منو او نه هم دا امنیت ساتونکي سم دي. دا کار موږ کوو. که دا خبره نه منئ، جنګ کوو او له ځانونو سره تاسې هم وژنو. موږ خو نه خط ورلېږلی و او نه پیام. دغه دنده یې په خپل شوق او ذوق، بلکې د سر په بیه اخیستې ده. یو څوک چې یوه دنده په دومره شنه زور او شوق واخلي، بیا نو له خلکو نه د معاش او نعم البدل د اخیستلو حق هم نه لري.
مولانا وایي: هو والله دې ته مې پام نه و.
د همدې ورځې په مازدیګر بسمل مولانا له یوه لوړ پوړي چارواکي سره مخ کړم. هغه سره مو هم په ټوکو ټوکو کې د زړه غوټې وسپړلې. خو جالبه په کې د مولانا بسمل ټوکه وه. چارواکي ترې وپوښتل، چې په لیکوالو او شاعرانو کې نور څوک پاتې دي، چې و یې وینو او بنډار ورسره وکړو. بسمل صاحب لومړی موسکی شو، د چپ لاس په ګوتو یې ږیره خلالوله او د ښي لاس صبابه یې ماته ونېوه، وایي:
په کافرانو کې صرف درمل پاتې دی. نور ټول شکر دی وتلي.
مولانا بسمل څه کار درلود او له بنډاره ووت، خو ماښام یې پیام را وکړ، چې که خرچه مرچه یې درکړې وي، نیمه ده. ههههههه
ما زړه کې وویل: خرچه مو دربخښلې. آیا دا کافي نه ده، چې په دارالاسلام کې یو کافر ژوندی ګرځي او د ژوند سکه یې چا غنیمت کړې نه ده؟
په خارجه وزارت کې مې د یو سند کار بند و. هغه هم یوه پخواني ملا ملګري ډېر په منډه را خلاص کړ. د خدای په امانۍ په وخت مې ورته وویل: پښتانه خو هسې نه وايي چې خدایه بې خپلو کافرو مو مه کړې!
ماسپښين و. بگراميو کې يوه بل ملا ملگري ته منتظر وم. نو د ملاتره خېل جومات ته ننوتم او مونځ مې وکړ. همدا چې له جوماته را وتم، ملگری را ورسېد.
- اوهو! مونځ دې وکړ؟
- هو خو متاسفانه.
- ولې کافره؟
- زموږ يو مونځ وي او هغه هم د غصب شوې ځمکې په جومات کې برابر شي. ځمکه هم ملا غصب کړې وي.
زموږ د کلي ملک مامور یوه ورځ زموږ ملا امام ته ویل چې ملاصاحب! دا مونځ چې را کوې، پیسې د څه شي را نه اخلې؟ که په تا فرض نه وي او صرف زما لپاره یې کوې، خو حق دې جوړېږي. که په تا هم فرض وي او خامخا یې باید وکړې، نو زه که درپسې ودرېږم، څه کفر کېږي؟ څه در په شا کېږم خو نه. البته زه چې درپسې ودرېږم، مونځ درته یو څه اسان هم وي. اقلاً ربنا لک الحمد خو درته بچت وي. ملا صاحب به دا خبره تل په خندا تېروله.
ښایي تاسو ټولو ته له ملایانو سره د خبرو او ټوکو لسګونه بېلګې یادې وي او یا مو خپله ورسره کړې وي. زما په نظر دا طبقه د خبرو یو ځانګړی سټایل او یو خاص رواني جوړښت لري. خبره چې د دوی په طبعه وشي، ترخه هم مني، خو چې د طبعې خلاف یې وي، په آیت او حدیث کې هم منسوخ او کمزوری درته پیدا کوي.