د ارزګان والي: له دولتي وسایطو شخصي استفاده کوونکي لاس تړلي راولئ

د ارزګان والي: له دولتي وسایطو شخصي استفاده کوونکي لاس تړلي راولئ


  • 2 مياشتي دمخه (13/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 276

د ارزګان والي محمد علي جان د هغو کسانو د نیولو امر کړی، چې له بیت المال څخه شخصي ګټه اخلي.  

هغه تېره ورځ په یوه غونډه کې جدي خبرداری ورکړی، چې ټول هغه کسان به ونیسي، چې له نظامي وسایطو او بیت المال څخه شخصي ګټه پورته کوي. 

نوموړي زیاته کړې، هېڅوک اجازه نه لري، چې نظامي وسايط د خوښيو په پروګرامونو او يا شخصي ډول استفاده کړي. 

د هغه په خبره، بیت المال د خاصو اشخاصو د کورنيو لپاره نه دي.

نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د اوسني حکومت یو شمېر نظامیان له بیت المال څخه  شخصي کار اخلي. 

پر ټولنیزو رسنیو هم ځینې ویډیوګانې خپرې شوې، چې ښیي نظامیان له دولتي موټرونو او وسلو څخه د خوښۍ په پروګرامونو او تفريح ځايونو کې شخصي استفاده کوي.