ټاکا شوې چې حماس ډله به د مصر پلازمېنې قاهرې ته له حماس ډلې سره د خبرو لپاره پلاوی واستوي.
رویټرز راپور ورکړی چې د دغه پلاوي مشري د حماس ډلې مرستیال خلیل الحیا کوي او ټاکل شوې نن (یکشنبه) د مصر پلازمېنې ته لاړ شي.
اخوا رویټرز ته سرچینو منلې چې تېره ورځ د امریکا استخباراتي ادارې (سي آی اې) مشر بېل برنز هم قاهرې ته رسېدلی تر څو د نن ورځې په خبرو کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې په دغو خبرو کې د اسراییلي پلاوي ترڅنګ د قطر بهرنیو چارو وزیر هم برخه واخلي.
سره له دې چې تر دې وړاندې هم داوړو لوریو خبرې کړې؛ خو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.