اوچا: بشري مرستې مو لاهم له خنډ سره مخ دي

اوچا: بشري مرستې مو لاهم له خنډ سره مخ دي


  • 11 مياشتي دمخه (13/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 296

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په یوه تازه راپور کې ویلي چې په روانه فبروري میاشت کې بیا هم په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو چاره له خنډونو سره مخامخ وه.

اوچا وايي چې په روانه میلادي میاشت کې د بشري مرستو ۳۷ پروګرامونه د دې خنډونو له کبله په موقتي ډول وځنډېدل.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، که څه هم دا خنډونه د تېرو میاشتو پرتله په سلو کې ۲۸ او د تېرکال د همدې مودې پرتله په سلو کې ۱۴ سلنه کم شوي، خو بیا هم د بشري مرستو په برخه کې عملیاتي کموالی هغه ستونزه ده، چې دوی په لویه کچه ورسره مخ دي.
اوچا د دې ستونزې علت په غیر دولتي مؤسسو کې د مېرمنو پر کار بندیز یادوي.

د ملګرو ملتونو دا اداره وايي چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له کبله لاهم ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسول ګران کار دی.

د یادې ادارې په راپور کې د خیریه ټولنو د ۹ کارکوونکو د نیول کېدو او بندي کېدو او پر ۴ کسانو د فزیکي حملو یا له هغوی سره د تشدد، د ۲ کسانو د ټپي کېدو او د اوچا له تاسیساتو غلا هم د دوی د کار پر وړاندې خنډ بلل شوی دی.

که څه هم  اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې دوی به له مرستندویه ټولنو سره خپله همکاري جاري ساتي.