مير رحمان رحماني سبا پاکستان ته ځي

مير رحمان رحماني سبا پاکستان ته ځي


  • 4 کاله دمخه (22/10/2020)
  • عمران دانش
  • 1511

د مشرانو جرګې رییس، مير رحمان رحماني سبا پاکستان ته ځي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ، محمد صادق وايي د افغانستان د پارلمان رییس میر رحمان رحماني به سبا د یوه لوړ پوړي پارلماني پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ولاړ شي.

تر اوسه معلومه نده، چې مير رحمان رحماني به په خپل دغه سفر کې له چا سره او د کومو موضوعاتو په اړه ناستې ولري.

مخکې تر دې د حزب اسلامي مشر، ګلبدين حکمتيار هم پاکستان ته په څو و رځني سفر تللی دی.