د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت په اړه غږېږي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت په اړه غږېږي


  • 3 کاله دمخه (05/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1294

په پام کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې اوونۍ په پيل کې  د افغانستان پر روان وضعیت یوه غونډه جوړه کړي او د افغان کشالې د حل په موخه خبرې وکړي. 

رسنیو ته ځینو ډپلوماتیکو سرچینو ویلي دي، چې ښایي دا غونډه د شنبې یا یکشنبې په ورځ ترسره شي. 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وړمه ورځ په یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي، څو په افغانستان کې روانو جګړو ته ژر تر ژره د پای ټکی کېږدي او پر ځای افغان حکومت سره د مذاکراتو مېز ته وروګرځي.

دې سازمان هم همدارنګه په اعلامیه کې پر اوربند هم ټینګار کړی دی او ویلي یې دي، چې د افغانستان ستونزه پوځي حل نه‌لري؛ نو په‌کار ده چې دغه ډله نور له جګړو لاس په سر شي.

د ویلو ده، چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د سږ کال لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د تېرکال همدې مودې پرتله ملکي تلفات اووه څلوېښت په سلو کې زیات شوي دي. 

ملګري ملتونه په افغانستان کې د روان تاوریخوالي په ډېرېدو اندېښمن دي او وایي، چې طالبان دې نور د بې‌ګناه ملکي افغانانو له وژنې لا واخلي.