جان کربي: شمالي کوریا روسیې ته زرګونه کانټینره وسلې ورکړې

جان کربي: شمالي کوریا روسیې ته زرګونه کانټینره وسلې ورکړې


  • 1 کال دمخه (14/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 476

 


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي، داسې مالومات یې تر لاسه کړي چې په وروستیو څو اوونیو کې شمالي کوریا روسیې له وسلو ډک زرګونه کانټینرونه ورکړي دي.

نوموړي تېره ورځ خبریالانو ته ویلي، شمالي کوریا دا کار له روسیې څخه د خپل اټومي پروګرام لپاره د پرمختللې ټیکنالوژۍ ترلاسه کولو لپاره کړی دی.

د سپینې ماڼۍ له لوري په یوې خپرې شوې نقشه کې لیدل کېږي چې د سپټمبر له اوومې نېټې څخه د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې ګڼ شمېر کانتینرونه په روسي بېړیو کې باریږي، چې وروسته د ریل ګاډي له لارې د اوکراین پولې ته څېرمه د وسلو په زېرمه تون کې ځای پرځای کېږي.

نوموړي ویلي، واشنګټن د پیونګ یانګ دا هڅه غندي او په دې برخه کې خپل څار ته دوام ورکوي.

بل لورته مسکو او پیونګ یانګ په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

سپینه ماڼۍ له هغې دا تور پورې کوي، چې څه موده وړاندې د شمالي کوریا مشر له خپل روسیي سیال سره ولیدل.

که څه هم یو شمېر رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې په دې لیدنه کې مسکو ته د وسلو په ورکړه خبرې شوې؛ خو پیونګ وار له مخه دا تورونه بې اساسه وبلل.