د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره کتلي.
ضمیر کابلوف په دې لیدنه کې ویلي، چې دوی له کابل سره د اړیکو پراختیا غواړي.
بل لورته سرپرست وزیر هم له مسکو سره اړیکې ښې بللې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی له تور نوملړ څخه د سرپرست حکومت د چارواکو د نومونو پر اېستلو غور کوي.