پـه ملي اقتصادكې دپيسـودنده


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • همت الله امين زى
  • 1447

افغانستان يوازينى هېواد نه دى چې په تېرو وختونوکې يې ناخوالې ليدلې دي، ډېرداسې هېوادونه شته چې دافغانستان په څېرله ډېروسختيوسره يې مبارزه کړې چې نن ډېرښه اقتصاد او نورې چارې لري. په نړۍ کې ترټولومقدم اومعززکاردعلم،پوهې اوتخنيکي تکنالوژي پرمختګ دى. ښه پرمختګ په ښه اقتصاد پورې تړلى څيز دى، دنړۍ په هرهېوادکې چې دعلم اوپوهې شايقين زيات وي هغه هېواددنوروپه پرتله په سياسي،کلتوري اودنوي عصردتکنالوژي په لحاظ ښه اوغوره وي که په سياسي لحاظ وي نوپه ټول ياهم په څوهېوادونوکې خپل حکومتونه کوي اوخپلې هراړخيزې ګټې په نظرنيسي ترڅوپه نړۍ کې يوپېژندل شوي هېوادوي
پيسې په هرهېوادكې دهغه هېوادپه اقتصادباندې مخامخ اغېزه لرلى شي. پيسې دملي اقتصادپه جوړولو او اقتصادي غونډال (نظام) په جوړولوكې درې اساسي دندې لري ؟
الف : - پيسې دراكړې وركړې په توګه :
پيسې چې په خپل ذات كې ديوخاص ډول شى دى، چې داستعمال ارزښت نه لري مګر دراكړې وركړې ارزښت لري، دبېلګې په توګه يوعدد قلم داستعمالولو ارزښت لري په داسې حال كې چې دهغه معادل پيسې دغه ډول ارزښت نه لري .
پيسې چې دپلورلو او پيرودلوپرمهال استعمال پيداكوي او دمعاملو دكولو ډول او لاره اسانه كوي ، نو له همدې امله ده چې ددې دندې په لرلو سره پيسې نه يوازې په يوه هېوادكې بلكې په نړيواله كچه ټاكونكى رول او ځاى لري .
ددې لپاره چې پيسې هم خپله دنده په سمه او سالمه توګه ترسره كړاى شي، نو اړينه ده چې پيسې په پيل كې دخلكو دمنلو وړ وګرځي ، په دې ماناچې خلك ورځينې په ورځنيوچاروكې ګټه واخلي او دخپلو شتوپه بدل كې يې وكاروي،دبېلګې په توګه دخدمت په بدل كې خپلې ملي پيسې واخلي، دخپل توليدبدل كې خپلې ملي پيسې وكاروي، خپل ورځيني عايدپه خپلو ملي پيسوباندې حساب كړي او داسې نور ...
ب : - دپيسودنده ديوه ارزښت دمعيارپه توګه :
لكه دمخه موچې وويل ديوه شي او ديوه خدمت ارزښت په پيسو سره كېږي ، نوله همدې امله ديوه شي او يوكار، خدمت او ارزښت دمعيارپه توګه هم سنجول كېږي . داكېدى شي چې په ډېرو نوروماناو هم تعبيرشي خو په لويه كې ترې منظوې او مقصد كېدى شي داواوسي چې همدغه پيسې چې ورځينې يادوه نه كو، ديوه شي چې كېدى شي ډېر ښه او ياهم هېڅ ښه ونه او سي هراړخيز ارزښته په ډاګه كړي .
ج : - پيسې ديوه ارزښت  دزېرمې په توګه :
په يوه ځانګړي اقتصادكې اقتصادي واحدونه چې كوم عوايد ترلاسه كوي ، هغه ټول په يوه وخت كې نه مصرفوي ، ځكه چې يو ځاى كېدى شي پكار هم رانه شي خو داستعال لپاره هم يوه برخه ځانګړې كوي او يوڅه اندازه هم ساتي چې دېر ځله ورته (پس انداز) ويل كېږي ، چې په دې سره دخلكواو دولت ثروت او دارايي ډېرېږي او دغه رازله همدې څخه پيسې دراكړې وركړې منشه اخلي او استعمال هم له همدې اړخه خپلوي ، او همداده چې پيسونه يوازې په يوه ټاكلي وخت كې عمل كوي، بلكې له همدې امله خلك خپل عوايدوڅخه پس انداز كوي چې په دې سره پيسې ديوه ارزښت دزېرمې په توګه هم كارول كېږي .
هرهېوادځانته لومړيتوبونه او دارزښت معيارونه لري . افغانستان هم په بيلابيلو ډګرونو دبېلګې په توګه كه په اقتصادي برخه كې ترې يادونه كوو بايد ځانګړې پاملرنه او دپام وړ هڅې ولري، لكه چې خپرندويه ارګانونوکې په هنرې برخه كې دستاينې وړكارونه كړي دي،خودغه ستاينه په هرهېوادکې ځانته يومعيارلري چې دهغه په نسبت ورته توجه کېږي،دبېلګې په توګه په هندوستان کې هنر(سينمايي هنرونه) ته يوسترمقام ورکړل شوى خونوموړي هېوادسره له دې هم خپل هرډول حيثيت په نړۍ کې يعنې ښه طبي ډاکتران،انجېنران،حقوق دانان اونورې خپلې اونورې نړۍ ته وړاندې کړي.
يوازې دوي څه که هرهېوادته پام وشي په دې توګه دهغوي ديني علما،پوهان،ډاکتران، انجينران،حقوق دانان،استادان اوزده کوونکي په ښه توګه نازول کېږي ترڅودخپل ملت اوهېوادلپاره دخاصوګټواومقام خاوندان شي.
دغه راز په هرهېواد كې دملي اقتصادپه پولي سكټوركې برابروالى هــغــه مهــال تامينېـــدلى شــي چــې دپيســوټــوله وركــړه دپيســو دغوښتنـــو په انـــدازه وي، په دې وخت كــې غوښتنــه او وركـول يا وړانــدې كول اوددې اغيـزې چې دعوايدوپه ملــي سطح يې په وارسره لــرلــى شـــي داسـې يـادونــه كــولــى شـــو .
پــه دې برخــه كــې دواړه برخې دپيسوعرضه او دپيسو غوښتنه دواړوڅخه لنډه يادونه بايد وشي .
دپيسوعرضه معمولا له درې برخو څخه جوړېږي ، چې درې واړه برخــې په اقتصادي مسايلوكې ډېرې كارول كېږي . مسكوكات،بانكنوټونه، او جاري حسابونه يې بللى شو. چې لومړى او دويمه برخه يې دمركزي بانك او دهمغه هېواد دماليې وزارت منځ ته راوړي، ځكه چې مركزي بانك دا دنده لري چې ديوه هېواد داقتصادي وضيعت دغوښتنې له مخې پيسې برابرې او چاپ اوخپرې كړي او درېيمه برخه چې جاري حسابونه دي داهم اكثراً په تجارتي بانكونوكې دامسئله ډېره كارول كېږي، چې په دې سره يوشمېر خلك خپلې پيسې دامانت په توګه په يوه بانك كې ږدي او هركله چې وغواړي هغه پيسې بېرته اخيستلاى شي او دغه بانك هم دغه پيسې وخت ناوخت كاروي او هم يې دكار په ډول په جريان كې اچوي او په قرضه ډول يې هم وركوي . چې اكثراً بانكونه په دې توګه خپل بانك كې دپيسو ذخيره او زېرمه برابروي .
بل دپيسو غوښتنه ده چې داهم كېدى شي درې بېلابېلې انګېزې ولري چې له هغې ډلې څخه احتياطي انګېزه، معاملوي انګېزه،  او دغه راز احتكاري انګېزه موجوده واوسي .