برېټانیا: له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوو

برېټانیا: له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوو


  • 2 کاله دمخه (17/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 638

سمسور (۲۷غبرګولی۱۴۰۱) برېټانیا وایي، دغه هېواد په افغانستان کې د بشري حقونو جدي ننګونو په ځانګړي توګه د ښځو او اقلیتونو سره د زور زیاتي په اړه اندېښنمن دی.  

د بشري حقونو لپاره د برېتانيا سفیرې او په ملګرو ملتونو کې د دغه هیواد د دایمي استازي مرستیالې ریتا فرينچ د بشري حقونو شورا ته په وینا کې ويلي، چژ افغانان د امن ژوند حق لري او د بشري حقونو د سرغړونو پېښو د څیړلو غوښتنه کوي.  

مېرمن فرینچ همدا راز ویلي، چې له افغانانو سره به یې لاسنیوی او مرستې دوام ولري او بریتانیا سږ کال ۲۸۶ میلیونه پونډه ژمنه کړې، چې د لومړنیو بشري اړتیاو سره مرسته وکړي، چې د ژوند ژغورنې په دې مرسته کې ښځې مهم رول لري.  

دغه بریتانوۍ استازې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د منځیو ښوونځیو د بندیدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی، چې نجونو یې ښوونځي ته نه پرېښودل کېږي.