هلمند کې اوو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

هلمند کې اوو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


  • 3 کاله دمخه (07/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1071

 

د ملي دفاع وزارت وایي، د هلمند ولايت په نهرالسراج ولسوالۍ کې ۴ وسله وال طالبان د جګړې پر مهال وژل شوي او درې نور یې ټپیان دي. تېره شپه وسله والو طالبانو د شاهراه لويې لارې په دوو امنيتي پوستو بريدونه کړي، چې د ملي اردو ځواکونو د کلک غبرګون سره مخ شوي او د دوی بريدونه يې په شاه تمبولي دي.

په پايله کې، د ملي اردو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې ۴ بريدکوونکي وژل شوي او ۳ نور يې ټپيان دي.