د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی

د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی


  • 8 مياشتي دمخه (18/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 357

د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې، سختو ورښتونو، تالندې او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی. 

د یادې ادارې له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د حمل له ۳۱مې د ثور تر لومړۍ نېټې په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، کابل، پروان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ډایکنډي، بادغیس، غور، هلمند، روزګان، کندهار او زابل ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د واورې، تېز باران، تالندې او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

خبر پاڼه کې راغلي، چې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۶۰ ملي مترو او د واورې کچه د ۱۵ څخه تر ۳۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده. 

وروستیو ورښتونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، د تېرو څلورو ورځو ورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې ۷۰ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان دي.