ازبکستان له افغانستان سره خپله سوداکري پراخوي.

ازبکستان له افغانستان سره خپله سوداکري پراخوي.


  • 4 کاله دمخه (27/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1442

ازبکستان غواړي له افغانستان سره خپله سوداګري پراخه کړي.

ازبکستاني چارواکو ویلي، چې د کرونا له دویمې څپې وروسته په دې لټه کي دي، چې څنګه له افغانستان سره خپله سوداګري پراخه کړي. د ازبکستان د سرخان دریا والي ویلي، له افغانستان سره د اړیکو د لاښه والي لپاره به د راتلونکي نوي کال څخه تر پنځلس ورځو پورې افغانان کولای شي، چې بې له ویزې یاد هیواد ته سفر وکړي. نوموړي همدا راز ویلي، چې په دغه ورځو کې به د افغان سوداګرو له توکو محصول هم نه اخیستل کیږي. هغه د حیرتان بندر سره د افغان توکو لپاره د ازبکستان په خاوره کې د بازار د جوړیدو خبره هم کړې.

هاخوا بیا د بلخ د سوداګرۍ او صنعت ادارې مشر ویلي د افغان سوداګرو پر صادراتي توکو د ګمرکي محصول لیرې کېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري خپل عادي حالت ته راوګرځوي.