ایران کندهار کې د وروستۍ پېښې ټپیان تهران ته انتقال کړل

ایران کندهار کې د وروستۍ پېښې ټپیان تهران ته انتقال کړل


  • 3 کاله دمخه (19/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1113

په کابل کې د ایران سفارت وايي، د کندهار ښار په یو جومات کې د تیرې جمعې ورځې د ځانمرګي برید ځینې ټپیان یې د درملنې لپاره تهران ته انتقال کړي دي.

د سفارت په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي، چې د یادې پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ۲۵ ټنه نور خوراکي او غیر خوراکي مواد يې هم کندهار ته انتقال کړي دي.  

د تېرې جمعې په ورځ په کندهار کې د اهل تشیع په جومات کې د ځانمرګو بریدونو له امله ۴۷ تنه ووژل شول او څه باندې ۷۰ تنه نور ټپيان شول. 

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره جوخت، داعشې وسله‌والې ډلې په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې په کندهار کې یې د یادې پېښې مسؤولیت هم منلی دی.

له بلې خوا اسلامي‌امارت وایي، چې داعش ډله په افغانستان کې پیاوړې نه ده او ژر به یې د هر ډول موخو مخه ونیسي، چې په خبره یې تر اوسه یې د داعش یو شمېر جنګیالي هم نیولي دي.