- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- سيدحسين پاچا
- 1221
هېواد يو زړه سواند، پر ملي واسلامي روحيې يو پاک و پياوړي او په کار پوه وطنپال ژمن مشرتابه ضرورت لري
دا تشه هر څوک نه شي ډکولای، خو له لوراند وبښاند څښتن تعالی څخه به ورته د ډکونې او د لا برياليتوب دوعا کوو. هيله ده چې د يو ښه کاري وبااهليته ټيم په درلودلو سره مو تېره او راتلونکې جبيره شي او ټول افغانان چې د هر قوم وټبر پورې اړه لري د ورورۍ په ټغر سره بيا راټول و متحد او د گران هېواد افغانستان د بيا رغاونې او د پخواني حيثيت د بيا اعادې لپاره په پوره اخلاص، متانت وديانت او ايماندارۍ سره مټې راونغاړي او خپلو ملي واسلامي گټو ته ژمن ومتعهد پاتې شي
د پرديو راتپل شوي جنگ ته نور د پای ټکی کېښوول شي چې هر څوک د سولې او ورورۍ په فضا کې د يو ښه آرام او باعزته ژوند برخمن شي. په دې هيله چې نړيوال بد ذهنيت له موږه لېرې او په سوله او ارامه فضا کې سره گډ او هوسا ژوند ولرو او پر خپلو پښو ولاړ ومتکي او پر ځان بسيا و سرلوړی افغانستان يو ځلې بيا پر سترگو وگورو
په دې هيله چې هېواد يو ځلې بيا د افغانيت واسلاميت په سپېڅلې پياوړې روحيې سره راټول او سره يو موټی شي او د قومي، سمتي، ژبني او مذهبي وسياسي هر ډول تعصب او زهرجنو تبليغاتو ته د پاي ټکی کېښوول شي. په دې هيله چې د ولس و د حکومت ترمينځ سره نه پرېکونکې اړيکه بيا ټينگه شي او هېواد راتلونکې اداره د مصلحتونو پر ځای د اهليت، مسلکيتوب، پوهې، تجربې او کاري اهليت پر بنسټ ورغول شي. د هېواد اقتصاد، بيا رغونې او د نوي او ځوان نسل زده کړې ته خاصه او زياته پاملرنه وشي، ځکه علم وپوهه يوازېنۍ وسيله ده چې موږ پرې له خپلو گاونديو، سيمې او نړۍ سره سيالي کولی شي او د ښو وبدو او د خپلو ملي واسلامي گټو ساتنه او تفکيک کولی شو. که زده کړې ته پاملرنه وکړو او پوهه ترلاسه کړو، نو ان شاءالله چې بيا به د چا په هسې تشو او پوچو انقلابي، اسلامي او ديموکراتيکو شعارونو تېر نه وځو. يوازېنی شی چې موږ ته له هر اړخيز پلوه نجات راکوي هغه زده کړه او پوهه او ښه ملي واسلامي پياوړې روحيه ده او بس
ايمان تر عقل او اسلام تر زړه پورې تعلق لري. اسلام پالنه او وطنپالنه هسې تش په پوچو اسلامي و ديموکراتيکو او انقلابي شعارونو ولاړه نه ده، بلکې د قول وعمل يووالی او دا الهي غوښتنه ده. په دې هيله ده چې ارگ وحکومت مو د هېواد د ټولو وروڼو قومونو او پرگنو د يووالي او موټيوالي د عدالت و مساوات مرکز وي. ارگ وحکومت مو د خپلو خلکو او ولس په خدمت کې وي نه د نورو، بلکې له گاونډيو، سيمې او نړيوالو سره د ښو اړيکو لرونکی وي.
مولوي سميع الحق :
د رايې ورکړه شهادت (گواهي) ورکول دي
شاهدالله شاهد :
د پاکستان اساسي قانون يوه ماده هم اسلامي نه ده
مولوي عبدالعزيز :
د پاکستان اساسي قانون انگرېزانو جوړ کړی
ښه نو چې داسې ده، نو بيا به د جهاد حکم زموږ پر وړاندې څه مشروعيت ولري؟ د تېر ۲۰۱۳ د راپور له مخې پاکستان ۱۴ ټرېلونه روپۍ پوروړی دی چې پرته له شکه د دغې پور گټه (سود) به هم ورکول کيږي. له دولتي خزانې نه خو زياترو لويو او مشهورو مدارسو ته هم پنډ ورکول کيږي چې له يوې لورې دا ډول له سوده ډکې په ديني بنسټونو کې لگول کيږي او له بل لورې د جهاد په نوم زموږ د گران هېواد افغانستان په ورانولو او زموږ د مظلوم ولس د بېگناه خلکو په وژنه کې لگول کيږي. دا خو لا پرېږده چې په څه چل ول او فريب يې له نړۍ او له عربي شېخانونو نه راشکوي چې هم يې راسره خپل کار کيږي او هم يې زموږ په نابودۍ کې لگوي چې تراوسه يې د افغانستان په تړاو لا زړه پالېسي بدله شوې نه ده او هماغه د پينځمې صوبې خوبونه گوري. خپله خاوره نه گټي، خو زموږ ته يې بډې راوهلې دي.
ښاغلي مولوي صاحب خو خلک ننگوي، خو دېته يې بيا پام نشته چې په افغانستان کې جهاد يا په بله مانا د پاکستان نااعلان شوې جگړه به زيات اولويت ولري او که ځان او خپل ولس له سوده خلاصول؟ ښاغلي مولوي صاحب خو د شريعت غوښتونکی دی، خو دېته يې بيا پام نشته چې هېواد يې يو اسټيبليشمينټ دی چې له هغې آخوا يو قدم نه شي اخېستی. دا چې نوموړی او طالبان يې شريعت غواړي، نو هېواد او يو ميليون اردو ته به يې معاش او لگښتونه څوک ورکوي؟ ملا وطالب خو به روژه ونيسي، خو اردو روژه نه شي نيولای او نه په اللهم شپې سبا کولای شي؟ چې معاش او وسله ونه لري، نو سبا ته به د هند په مقابل کې څنگه مقاومت وکړي او څنگه به له خاورې دفاع وکړي؟ ايا حکومت وپوځ به ورسره دا د شريعت خبره ومني؟ IMF خو چا ته خيراتي پيسې نه ورکوي.
Sinking in: Pakistan to be in Rs14t debt quagmire by end of fiscal 2013
http://tribune.com.pk/story/562020/sinking-in-pakistan-to-be-in-rs14t-debt-quagmire-by-end-of-fiscal-2013/
بناءً پر مولوي صاحب باندې غږ کوم چې ولس ته د عدالت ورکول مهم دي برابره خبره ده چې د شرعي کورټ (محکمې) او که د سيکولر کورټ له ليارې وي. ايا د اټوم جوړول به ډېر اړين وو او که له سوده ځان، خپل ولس او هم خپل حکومت؟ ايا ښه به دا نه وي چې له خپلو گاونډيو سره پر خپلو پالېسيو او اړيکو بيا له سره غور وکړئ؟
مولوي فضل الرحمان :
په افغانستان کې خو آئين نشته، دلته خو آئين شته
[دې زورور ته گوره چې خپل ځان د آئين يعنې د لارډ ميکايل يا د انگرېزي قانون تابعدار بولي، خو د جهاد فتوی بيا له کومه راکوي؟ خپله خو د کتاب الله پرځای د بادار قانون مني، نو د انگرېزي قانون لاندې د جهاد فتوی څه مشروعيت لري چې دا خو د دوی د لاسوهنې او نااعلان شوې جگړې پرته بله مانا نه لري.]
خلکو خو زموږ په جنگ کې خپلې گټې وکړې چې زموږ د وينو له برکته نن څوک د اتوم خاوندان شول او څوک خپلې له يورانيمو غني کوي، خو موږ ته څوک د زده کړې هم نه راکوي. د خلکو ملايان خو له همدې غيرمسلمو سره دوستي غواړي، خو زموږ دښمنۍ ته وربولي.
تاند :
په پاکستان کې غر قانوني بهرنۍ بدلمنې ونیول شوې
http://www.taand.com/archives/19889
نيول شويو بهرنيو نجونو د پاکستان يوه خصوصي تلويزيون ته وويل چې پوليسو يې ملاتړ کاوه. دوی د ظريفه په نوم د يوې پوليس افسرې نوم ياد کړی او ويلي يې دي چې هغې ورڅخه ۴ لکه روپۍ اخېستي او ډاد يې ورکړی چې څوک به نه ماليه ورڅخه اخلي او نه به يې د کارو وبار مخه نيسي.
خو بل لور ته پوليس وايي چې کله يې د يوې بد لمنې اذربايجانۍ ښځې اسناد وليدل نو ورته جوته شوه چې هغه د انټرپول يا د نړيوالو پوليسو تر تعقيب لاندې وه.
په پاکستان کې فحشا خورا عامه ده. د دغه هېواد په لويو ښارونو لکه لاهور او کراچۍ کې د سيکس يا فحشا مرکزونه فعال دي او حکومت ته په منظم ډول ماليه ورکوي، خو حکومت د سيکس د هغو کاروباريانو په کلکه مخه نيسي چې ((ماليه)) نه ورکوي او د پاکستان د قوانينو خلاف په غير قانوني ډول فعاليت کوي.
وانذر عشيرتک الاقربين
د خپل ځان او د خپلې ټولنې اصلاح يې پرېښې، خو زموږ لېونيو ته د جهاد فتواوې ورکوي، افسوس زما پر هغه سپېڅلي طالب شه چې د خلکو د فحشا د مرکزونو ماليه د هېواد خزانې ته ځي او له هغې ځايه بيا ان تر لويو او مشهورو مدرسو ته ترې فنډ هم ورکول کيږي او زموږ په جهاد کې هم لگول کيږي، نو زه دې ځينو نومتو ملايانو ته چې زموږ د جهاد ملاتړ کوي ننگوم که داسې کوم ثبوت لري چې د دا ډول ښيرنې پيسې بيا د جهاد په نوم يا د افغانستان د ورانولو او د بېگناه مسلمانانو په وژلو کې هم لگول کيږي، نو ايا ښه به دا نه وي چې نور دوی د څارگرې ادارې دې ډول بزنس ته د پای ټکی کښيږدي. زه ورته دا وايم چې زما له جهاده تېر شه، خو خپله روزي دې حلاله کړه.
بناءً زه پر خپل ولس په تېره ځوان وزده کړيال قشر غږ کوم چې د خپل گران هېواد افغانستان په تړاو نور وېښ او هوښيار شي او د خپل ملي واسلامي رسالت له مخې د گران هېواد د بيا رغاونې او ملي گټو ته په درنښت په پوره اخلاص وشهامت مټې راونغاړي. موږ بايد نور له خوبه راوېښ شو او د يوې پياوړې ملي روحيې په لرلو سره د خپل هېواد بيا رغاونې، زده کړې او اقتصاد ته مټې راونغاړو تر څو به د نورو خودغرضو فتواو ته مو سترگې نيولي وي. که خپله سياسي واسلامي پوهه ولرو، نو څه به وشي؟
تاسو وگورئ چې د خلکو ملايان خپل ولس ته د ټاکنو په تړاو څه فتواې ورکوي؟ زموږ موږ ته څه وايی؟ بناءً پر طالبانو هم دا غږ کوم چې تاسو اسلام د خپل لنډ انډ ديدلوري له مخې مه گورئ، بلکې اسلام له جهانشمول زاويې نه وگورئ چې د دنيا وآخرت ټولې ښېگڼې او نېکمرغۍ پکې رانغاړلي دي. شريعت واسلام له خپلو ښيرنو او لنډو تنگو سترگيو مه گورئ، بلکې اسلام ته له نړۍ ورآخوا هغه بلې نړۍ (آخرت) ته هم وگورئ. اسلام د اجتماعي عدالت، خير ښېگڼې او سوکالۍ دين دی چې مو په خپلو افراطي فتواو کې راانحصار کړی دی. ترڅو چې موږ د ايمان و پر اسلام ځانونه سنگار نه کړو شريعت کومه گټه نه کوي. ښه به دا وي چې يوځلې موږ ځانونه پر ايمان و پر اسلام باندې سنبال کړو.
په پای کې ډاکټر صاحب ته له الله تعالی څخه د برياليتوب هيله کوم، خو دا مشوره هم ورکوم چې ارگ ته له ننوتو سره او يا ترې وروسته د ولسمشر کرزي غوندې د مصلحتونو او سازشونو ښکار نه شي. د بېلگې په توگه همدا نن زموږ د گاونډيو د بهرنيو چارو وزيرانو د زده کړې کچه گوره او زموږ د بهرنيو چارو د وزير تعليمي کچه چې په هېڅ انډول سره برابره نه ده. همداسې ورپسې په نورو ادارو کې دا ناانډولي درواخله. په دې هيله چې د ارگ او هم يې د حکومت او د ولس ترمينځ د اتحاد وصميميت د اتصال پياوړي مزي وغځيږي او د ژبني تعصب د غڼو ځالې په خير وعافيت سره له يوې مخې پاکې او پرځای يې د صميميت فضا د هېواد گوټ گوټ ته خپره شي.
ولس د انقلابيانو او د اسلامپالو څپېړه وخوړه او د دېموکراسۍ خونده يې هم وڅکله، خو الله تعالی دې موږ بيرته پر خپل افغاني واسلامي کرېکټر سنبال کړي. له خپلو روا او مشروع حقوقو، ملي خپلواکۍ او ملي گټو نه بايد په پوره پوهه او تدبير سره دفاع وکړو. ترڅو به د پردی ټوپک زموږ غاړې ته پروت وي؟
په درنښت
سيدحسين پاچا