د سرپرست حکومت ویاند د پخواني شوروي اتحاد پوځي یرغل د ۴۴مې کلیزې په مناسبت ویلي، چې دوی د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نورو ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
ذبیحالله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ټولو هېوادونو غوښتي، چې له اوسني حکومت سره دې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ښې او قوي اړیکې ولري.
اعلامیه کې راغلي، چې سرپرست حکومت د پخواني شوروي اتحاد یرغل غندي او د هغو پر وړاندې د افغان ولس مبارزه ستايي.
د یادونې وړ ده چې د مرغومې شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد پوځي یرغل د ۴۴مې کلیزې سره برابره ده.
۴۴ کاله مخکې د ۱۳۵۸ لمریز لېږدیز کال د مرغومي پر شپږمه نېټه پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ.
دغه نیواک د افغانانو له کلکې مبارزې سره مخ شو او له لس کلن اشغال وروسته له افغانستان څخه وتلو ته اړ شول.