دادب دکلمي تاریخ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • استادالفت
  • 1195

ځیني وایی،چی داکلمه دجاهلیت په زمانه اوداسلام په ابتداکي نه وه ځکه چي نه دهغه وخت په ادبی اثاروکي راغلی ده اونه په قرآن کي شته ،بلکي لومړئ  ځل داکلمه په دی نبوی خدیث 'ادبنی ربی فاحسن تادیبی'کي ذکرشوی ده )داخدیث محدثینوپه دغوالفاظونه دي ضبط کړی(ځیني نوروایی ،چي داکلمه دجاهلیت په زمانه کي هم وه اودا چي دهغه وخت  په اشعارواوقرآن کریم کي نشته ددي دلیل نه شي کیداي چي داکلمه په هغه وخت کي هډوموجوده نه وه.
دوی دخپلي مدعادثبوت له پاره دادلیل راوړی چي کوم وخت،چي داکلمه په خدیث اوداصحابویادتابعینوپه اقوالوکي راغله اوهیچایي دمانااومفهوم پوښتنه ونکړه،معلومه ده چي پخواهم وه اوارتجالانه ده ویل شوي .چي داکلمه دحضرت علي )رض(په اقوالوکي هم ډیره راغلي ده اودجاهلیت په وخت کي هم 'اکثم'بن صیفي دبني تمیمومشهورخطیب ذکرکړي ده.