لومړی غم د لارې بندېدو دی؛ حيران يې څه وخت حرکت وکړې او پر کومه لاړ شې.
دويم غم؛ چې پرې ځې دا لار له کومو ادارو او دفترو تېره ده، د ځانمرګيو او چاودنو اندېښنه شته.
درېيم غم؛ په لاره بندي کې خو به په بل چا پسې سريښ بم نه الوزي؟
څلورم غم؛ کوم چارواکی خو به پر همدې لاره د تګ نيت نه لري، ځکه سپکه ورکه ورسره تړلې.
پنځم غم؛ د لارې په اوږدو کې خو به چريکي غله حمله نه کوي؟
شپږم غم؛ په دې ورځ خو به کوم شهيد پښې نه وي غځولې چې نن یې ورځ نمانځل کېږي.
اووم غم؛ چا خو به د خپل قوم ډېر کسان نه وي مقرر کړي چې پر ضد يې لاريون کېږي.
اتم غم؛ هلته چې ځې، پارکينګ شته؟ د موټر پلېټ او هېندارې غلا کېږي.
نهم غم؛ هلته خو به يا ډېر وختي، يا ډېر ناوخته نه رسېږې؟
لسم غم؛ جلسه خو به په ورستيو دقيقو کې نه لغوه کېږي، سبا ته خو به نه ځنډېږي. کار به کېږي که به د تګ خوارۍ عبث ځي.
په دغسې حالاتو کې زموږ اوسېدل او ژوندي پاتې کېدل، د نړۍ تر ټولو ستر شهکار دی.