ستانکزي ته د زهرا بلوچ غبرګون؛ زموږ اندېښنو ته ځواب ووایئ

ستانکزي ته د زهرا بلوچ غبرګون؛ زموږ اندېښنو ته ځواب ووایئ


  • 11 مياشتي دمخه (17/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 378

د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان اوسنی حکومت باید د پاکستان امنیتي اندېښنو ته ځواب ووايي.

د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، پاکستان ژمن دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرضي کرښې په اوږدو کې د خلکو تګ راتګ او دتوکو انتقال اسانه کړي.

عباس ستانکزي وړمه ورځ په لوګر کې یوې غونډې ته ویلي وو، چې ډېورنډ فرضي کرښه په رسمیت نه پېژني او نیم افغانستان له کرښې هاغاړه پروت دي.
د ستانکزي په خبره، پاکستان د افغانانو خپلې خاورې ته په ورتګ له دوی څخه پاسپورت او ویزه غواړي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ګڼو چارواکو په وار وار ویلي، چې له پاکستان سره ډېورنډ فرضي کرښه ورته هیڅ وخت د منلو نه ده.