دځوانو فرهنگيانو،ليکوال اواديبانو په وياړ کنفرانس ته د میني راډیو پیغام


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ارش ننګیال
  • 1271

درنو ځوانانو سلامونه او نیکې هیلې مې ومنئ! خوشاله یم چې دا ځل د ځوان نسل د لمانځنې ورځ راورسیده. کېدای شي دا لمړی ځل وي چې ځوانان ستایل ګېږي،  حال دا چې  ځوانان د نړۍ په پرمختګ کې لوی لاس لري او دا هم حقیقت دی چې د نړۍ په بدلون کې هم پوره ونډه لري.

د ځوان علمي، ادبي او فرهنګي څېرو په ویاړ، په دغه نړیوال کنفرانس کې داسې ډیرې څېرې شته چې زموږ هېواد او ولس ته یې ډیر خدمتونه کړي دي،  یو له دغو فعاله ځوانانو نه چې د افغانانو په علمي کېدو،پرمختګ او بدولونکې لوی لاس لري،  هغه ګران سمسور دی.  که  څه هم چې په غرب او اروپا کې ژوند ډیر بوخت دی او هم  پکې د تفریح لپاره  زمینه برابره ده، چې د ځوانانو زوړنه تخنوي، خو سمسور دا ډول ژوند سره، سره درسونه هم واي، ور سره د خپل ولس د پوهاوي لپاره ګړندي ګامونه اخلي.
 د (د سمسور ډاټ کام او ننګیال ډانټ ) ویبپاڼې لري چې تل پکې نوي  او ګټور مضامین په لیکه کوي. لکه، ادبي، هنري، سیاسي، ټولنیز، دینی، ساینسي او ان د ماشومانو لپاره هم پکې ګټور مطالب شته. چې ددغو لیکنو راټولول څه اسانه کار نه دی، فعالیت، اړیکې ، معیاریتوب، کوښښ. حوصله ، د وخت مصرف او ګرانښت غواړي، که د دا ډول ځوانانو لاس نیوی وشي ښکاره ده چې تر دې لاډیر خدمت کولی شۍ. د سمسور ویبپاڼې په افغانستان کې د( اف ایم ) راډیوګانو د خپرونو لپاره د موادو یوه ښه سرچینه ده،  دا ډول په دغو ویبپانوکې د هرچا تنده ماتېدای شي،  که زموږ ځوانان ټول داسې فعاله شي لکه سمسور نو دا په ډاګه ویل شوچې زموږ ټولنه  به د پرمختګ  اوج ته ورسیږي.
 ښاغلی سمسور د ځوانانو لپاره د پیغام رسونې یوه ښه وسیله هم ده، تل یې د یوه  ( بوډا ) په شان پستې او نصیحت امزه خبرې کړي او خپرې کړي دي. د ځوانانو د ویښ ستالو لپاره یې هڅه کړی ده او غوښتي یې دی چې ځوان نسل د کار او خدمت لپاره وهڅوي. د شاعرانو او لیکوالو لاس نیوی یې کړی دی او باارزښته کتابونه یې ورته چاپ کړي دي.

 سمسور د اځوانانو ترمنځ د ړیکو د ټینګولو یوه ښه وسیله هم ده. تل یې کوښښ کړی دی چې په افغانستان  کې فعاله ، کار کن او با اتفاقه ځوانان ولري. که د ځوانانو ترمنځ کومه ستونزه پیدا شوې ده  نو د حل لپاره یېورته کوښښ کړی دی.
په پای کې ګرانو ځوانانو ته یو زیری هم لري.

څلور میاشتې کېږي چې د ننګرهار ولایت په مرکز د جلالاباد په ښارکې د (مینې) په نامه یوه ښونیزه (اف ایم )راډیو، چې ورسره ټرننګ سنټر اوپروډکشن هم شته جوړه شوې ده، مینه د ننګرهار ولایت سر بیره  په لغمان، د کوڼړځینې سیمې، خوست، پکتیا او لوګر ولایتونه کې هم اورېدل کېږي، چې ټول کار کوونکې یې ځوانان دي، چې په لږ عمر کې یې د خلکو پام ځانته اړولی دی.
مینه کوښښ راکوي ترڅو هېواد او ولس ته ګټورې خپرونې وړاندې کړي. نور ستاسو درنو وخت نه نیسم، د دغه کنفرانس له جوړوونکو نه یوه نړۍ مننه او ځوانانو ته د لا فعالیت غوښتنه کوم
په مینه ارش ننګیال: د مینې راډیو موسس و.