ترکمنستان د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکو ته روزنه ورکوي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې خبر ورکړی چې د دوی ۱۳ تنه کار کوونکي د تخنیکي زده کړو لپاره ترکمنستان هېواد ته لاړل.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا کسان د تورغونډۍ بندر له لارې دغه هېواد ته د لنډ مهالي زده کړو لپاره تللي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کسان به په ترکمنستان هېواد ۳ میاشتې مسلکي زده کړې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی هڅه کوي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په دې برخه کې د زده کړې نور بورسونه هم ترلاسه کړي، ترڅو د دغې ادارې ټولې چارې د افغاني کادرونو پرمټ مخ ته یوسي.