په تېره یوه میاشت کې ۱۱۸ پاکستاني پوځیان او ملکیان وژل شوي

په تېره یوه میاشت کې ۱۱۸ پاکستاني پوځیان او ملکیان وژل شوي


  • 1 مياشت دمخه (02/12/2024)
  • سمسور نیوز
  • 55

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، په تېره یوه میاشت کې په دغه هېواد کې په چاودنو او وسله والو بریدونو کې ۵۰ ملکیان او ۶۸ پوځیان وژل شوي دي.

دا د روان کال له جنورۍ راهیسې د پاکستاني پوځیانو د تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي.

د دغه انسټیټیوټ په راپور کې راغلي چې د روان کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان حکومت وسله‌والو مخالفانو په ټول هېواد کې ۷۱ چاودنې او وسله وال بریدونه کړي چې د اکتوبر میاشتې پرتله زیاتوالی ښيي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې ۲۲۳ نور ملکي وګړي او پوځیان ټپیان شوي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، په تېرو یوولسو میاشتو کې په دغه هېواد کې په ۸۵۶ چاودنو او وسله‌والو بریدونو کې د ملکي وګړو په ګډون ۱ زرو او ۸۲ کسان وژل شوي دي.