دښاغلي سېدا ګل مينا سره مرکه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نصير ستوری
  • 1226

سيدا ګل مينا د استاد مينا ګل زوى او د ثمين ګل لمسى دى. په 1973م/1352هـ ش كال د ننګرهار ولايت د جلال اّباد په زوړ ښار كې زېږېدلى دى. 

د سيدا ګل مينا د كورنۍ ټول غړي له پښتو موسيقۍ او هنر سره اړيكې لري. پلار يې مينا ګل د تبلې او رديم استاد دى او ترونه (حاجي چمن ګل، بادام ګل، كمين ګل او صنم ګل) يې د موسيقۍ د مختلفو اّلو استادان دي.

سيدا ګل مينا واده كړى، شپږ لوڼه او يو زوى لري. لكه څنګه چې هغه په يوه هنرمنده كورنۍ كې سترګې غړولي دي، همدغسې يې د خپل فن اغاز له ډېر ماشومتوب څخه كړى دى. موږ له هغه سره څو لنډې خبرې كړي، چې دلته يې له لوستونكيو سره شريكوو:

پوښتنه: كله او څنګه مو د موسيقۍ د بڼ په درشل پښه كېښوده؟
ځواب: زه لا ډېر ماشوم وم چې له خپل پلار سره به ښاديو او ودونو ته تلم او له موسيقۍ سره مې ډېر شوق و. كله ناكله به مې سندرې هم ورسره ويلې، نو هماغه و چې ما په لومړي ځل د پېښور په راډيو ټلويزيون كې يوه سندره وويله او هغه داسې وه:

پټــه پـټه غلې غلې ځې
هو، ليلى بيا كله راځې

او بيا د پېښور راډيو ته راغلم، هلته لايق زاده لايق صيب د پښتو موسيقۍ پروډيوسر و، نو لايق صيب زه يو پروګرام ته راوغوښتم چې په هغې كې شكيله ناز هم وه، نو ما د حمزه بابا دا غزل چې:

په ساده سترګو كې دې غلا پېژنم
او يوه بله سندره ريكارډ كړه.

پ: د موسيقۍ په اّلو كې كومه اّله غږولى شئ؟
ځ: تقريباً د موسيقۍ ټولې اّلې لكه Keyboard، اكارډن، تبله، رباب، SPD ډرم غږولى شم.

پ: د موسيقۍ په هنر كې مو له چا څخه شاګردي كړې؟
ځ: ما پخپله له عبدالستار استاد څخه شاګردي كړې چې د بريالي صمدي ماما و او بيا مې كلاسيكه موسيقي له استاد لعل خان څخه زده كړې. اوس زه پخپله هم شاګردان لرم لكه حشمت سحر، انځور كليوال او نور ډېر چې له ما څخه د موسيقۍ فن زده كوي.

پ: ستاسې پلار استاد مينا ګل چې د تبلې ډېر مشهور استاد دى، له هغه څخه مو زده كړه كړې او كه نه؟
ځ: ما له خپل پلار څخه د رديم او تبلې زده كړه كړې او زما ځينو سندرو ته زما پلار موسيقي جوړه كړې او كمپوز كړى دى.

پ: په شاعرانو كې دې د چا شاعري ډېره خوښېږي؟
ځ: ټول شاعران مې خوښ دي خو د هر شاعر ښه شعر مې ډېر خوښېږي او زه پخپله ترې خوند اخلم.

پ: په سندرغاړو كې دې د چا اواز خوښېږي؟
ځ: په پښتنو سندرغاړو كې مې د استاد خيال محمد او استاد شاه ولي اواز ډېر خوښېږي او بيا مې ټول سندرغاړي خوښ دي، د هر چا اواز او انداز پخپل خپل ځاى ښه دى.

پ: تاسې پخپلو سندرو كې د شاعرۍ له كوم صنف څخه زيات خوند اخلئ؟
ځ: زه پخپلو سندرو كې غزل ډېر خوښوم او ولسي (فوك) سندرې مې هم خوښېږي، خو غزل مې ډېر خوښ دى.

پ: تراوسه مو څومره اډيو_ويډيو كېسټې او CDs ريكارډ كړي او خپلو مينه والو ته مو وړاندې كړي؟
ځ: لس د كيسټو واليمونه او بې شمېره CDs مې ريكارډ شوي او زما مينه والو ته وړاندې شوي دي.

پ: نن سبا چې د تېزې موسيقۍ دور دى، تاسې ورته په كوم نظر ګورئ؟
ځ: لكه څنګه چې وخت په ځاى نه دى ولاړ او پرمخ ځي، همداسې د ژوند ژواك په هر شي كې بدلون راځي، نو پښتو موسيقي هم له دغه بدلون څخه بې اغېزې نه شي پاتې كېدى، خو ضرورت ددې خبرې دى چې د موسيقۍ اصلي روح ته زيان ونه رسوي. نن سبا زه خپله د پښتو د نوي موسيقۍ لپاره كار كوم او د نوي موسيقۍ لپاره مې په پېښور كښې كمپيوټراېز سټوډيو جوړه كړې، چې كارونه يې لا بشپړ شوي نه دي، خو څو تنو هنرمندانو ته مې نوې موسيقي جوړه كړې او خلكو خوښه كړې ده. په راتلونكي كې مې اراده ده چې په جلال اباد كې خپله سټوډيو جوړه كړم او خپلو هنرمندانو ته د پښتو نوې موسيقي جوړه كړم.

له تاسو څخه ډېره مننه