د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې یوه نجلۍ د کوکچې سیند ته تر لوېدو وروسته مړه شوې ده.
د یاد ولایت له امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده نجلۍ د ارګوی ولسوالۍ اوسېدونکې وه چې تېره ورځ فیض اباد ښار ته د تفریح لپاره تللې وه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې نجلۍ جسد د ځايي خلکو له لوري را اېستل شوی دی.
بل لورته یوې سیمهییزې سرچینې ویلي، چې دې نجلۍ ځان په قصدي ډول سیند ته غورځولی او ځانوژنه یې کړې ده.
سرچینې د یادې پېښې علت کورنی تاوتریخوالی بللی دی.