ژیرنوف: روسیه له افغانستان سره دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا غوښتونکې ده

ژیرنوف: روسیه له افغانستان سره دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا غوښتونکې ده


  • 7 مياشتي دمخه (05/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 302

په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ویلي، چې روسیه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا غوښتونکې ده.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې رغلي، چې نوموړي د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير سره لیدلي دي. 

خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي ژیرنوف د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال ته د تاتارستان کازان سیمه کې په جوړېدونکې نړیواله ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې.

نوموړي همداراز ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پراختیا کولای شي د سیمې ثبات او د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

ورته مهال په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبير د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه بللې او له روسي پانګوالو یې غوښتي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د نوي حمومت له رسېدو وروسته، د افغانستان او روسیې اړیکې تر بل هر وخت غوړېدلې دي.