شوکت میرضیایف د پنځو نورو کلونو لپاره د ازبکستان ولسمشر اعلان شو

شوکت میرضیایف د پنځو نورو کلونو لپاره د ازبکستان ولسمشر اعلان شو


  • 3 کاله دمخه (26/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1040

د ازبکستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون، شوکت میرضیایف د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړی دی.

په دې سره به ښاغلی میرضیایف د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره د ازبکستان د ولسمشر په توګه دنده پر مخ وړي. 

د دې هېواد د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون ريیس زین الدین نظام حاجي یف وایي، چې د لېبرال ډموکراټ ګوند کاندید شوکت میرضیایف په سلو کې تر ۸۰ زیاتې رایې ګټلې دي. 

هغه دغه‌راز زیاته کړې، چې د یکشنبې د ورځې په انتخاباتو کې تر ۱۶ میلیونه ډېرو خلکو خپلې رایې کارولې دي.  

د ویلو ده، چې د اسلام کریموف له مړینې وروسته شوکت میرضیایف د ازبکستان واګې په لاس کې لري.