توماس نېکلاسون د افغان فعالانو د خوشې کېدو له کمپاین سره یوځای شو

توماس نېکلاسون د افغان فعالانو د خوشې کېدو له کمپاین سره یوځای شو


  • 7 مياشتي دمخه (04/10/2023)
  • صحت سمسور
  • 401

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسن په هغه کمپاین کې یوځای شوی، چې د قلم ټولنې ټولنې مشر مطیع الله ویسا او د معترضو ښځو ندا پرواني او ژولیا پارسي د خوشې کېدو لپاره جوړ شوی.

نېکلاسن په خپله اېکس پاڼه کې د یادو فعالانو د خلاصون غوښتنه کړې او وایي د هغو افغانانو نیول خپلسري اقدام دی چې له خپلو حقونو دفاع کوي؛ ځکه دا یوه غېرې قانوني کړنه ده.

هغه طالبان مخاطب کړي او زیاتوي، چې په دا رنګه کړنو خپل مشروعیت کمزوری کوي.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې ویاندې نبیلا مصر علي هم پر خپله اېکس پاڼه د مطیع الله ویسا، ژولیا پارسي، ندا پرواني او د هغوی د کورنۍ د غړو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

مطیع الله ویسا چې له تېرو شپږو میاشتو راهېسې د طالبانو په زندان کې او ندا پرواني، د هغې خاوند او څلور کلن زوی او ژولیا پارسي او د هغې مشر زوی په وروستیو اوونیو کې طالبانو نیولي دي.

د ویسا کورنۍ څو ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي و چې د نوموړي دوسیه له وکیل پرته محکمې ته راجع شوې او محاکمه کېږي به خو تر اوسه دا معلومه نه ده چې کله به کېږي.

بل پلو د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د طالبانو له خوا د غېرې قانوني او خپلسرو نیولو د دوام په اړه یو پرېکړه لیک صادر کړی او پکې لیکلي یې دي چې یاد فعالان دې ژر تر ژره خوشې شي.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې په خپله اعلامیه کې د ژولیا پارسي، ندا پرواني، مرتضی بهبودي، مطیع الله ویسا او رسول پارسي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

باید وویل شي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشري حقونو ځینې فعالان، ښځينه لاريون کوونکې، خبريالان او مدني فعالان نيول شوي دي.

راپور صحت سمسور