ترکمنستان او ازبکستان: افغانستان کې ثبات د ټولو په ګټه دی

ترکمنستان او ازبکستان: افغانستان کې ثبات د ټولو په ګټه دی


  • 3 کاله دمخه (06/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1145

د ترکمنستان او ازبکستان چارواکو د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې او په دې هېواد کې یې دایمي ثبات د ټولې سیمې په ګټه بللی دی.

دا خبرې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف او د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف ترمنځ په پلازمېنې تاشکند کې د یوې لیدنې پرمهال شوې دي.

د راپورونو له‌مخې، د دې لیدنې پرمهال د دواړو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګېدل د منځنۍ اسیا لپاره مهم بللي دي. 

ښاغلي میرضیایف تر لیدنې وروسته ویلي، چې تاشکند او عشق اباد به د افغانستان له خلکو سره د سولې او ثبات د ټینګېدو په موخه مرسته وکړي او هیله یې ښودلې، چې دوی به په افغانستان کې د مشترکو پروژو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دا ناسته وروسته تر هغه ده، چې د تاجکستان ولسمشر د ملګرو ملتونو عمومي غونډې کې ویلي، چې په افغانستان کې دې یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ شي، داسې حکومت چې په هغه کې د ټولو سیاسي ډلو، لږکیو او قومونو استازي شامل وي.

له دې سره سم، تالبانو د ښاغلي رحمان دا څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده او تاجکستان ته یې خبرداری ورکړی دی.