روان کال د شري ناروغۍ ۶ زره مثبتې پېښې ثبت شوي

روان کال د شري ناروغۍ ۶ زره مثبتې پېښې ثبت شوي


  • 2 مياشتي دمخه (04/11/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 87

د عامي روغتیا وزارت ویلي چې په روان کال کې یې د لس زره ازموینو له ډلې ۶ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي. 

 

ددغه وزارت ویاند شرافت زمان د تېرکال په پرتله د شکمنو پېښو د زیاتېدو خبره تائید کړې او په خبره یې، راتلونکی کال یو داسې کمپاین په لار اچوي، چې ۱۶ مېلیونه له لس کلونو کم عمره ماشومان به پکې واکسین شي. 

 

بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې لېکلي، چې په تېرو لسو میاشتو کې د شري یا سرخکان ۶ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي. 

 

یاد سازمان زیاتوي چې په دغه موده کې ۲۲۳ تنه ددغه ناروغۍ له امله مړه شوې هم دي.

#SamsoorNews