خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
د سرپرست حکومت ویاند د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان وروستی راپور غندلی او هغه یې د افغانانو ارزښتونو ته سپکاوی ګڼلی دی.
مجاهد د یوناما د راپور په غبرګون کې ویلي چې د حجاب، محرم، د ښځو لپاره مناسب ښوونیز او کاري شرایط، په محکمو کې د شریعت د احکامو تطبیق او په ټولنه کې د انحرافي افکارو مخنیوی د یوه ژمن اسلامي حکومت له مکلفیتونو څخه شمېرل کېږي او د یوناما نیوکه د یوه ملت باورونو ته سپکاوی دی.
ښاغلي مجاهد په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې اسلامي امارت د شریعت د احکامو د پلي کولو لپاره ستره قرباني ورکړې او اوس چې واک ته رسېدلی، باید د شریعت ټول موردونه پلي کړي.
یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې د ښځو او نجونو پر حقونو، له پاکستانه د افغان کډوالو پر ویستنې، د رسنیزو کارکوونکو پر نیولو، او په افغانستان کې پر هدفي بریدونو بحث کړی دی.