له اوربند وروسته؛ د جګړې پیل له هلمند څخه وشو

له اوربند وروسته؛ د جګړې پیل له هلمند څخه وشو


  • 3 کاله دمخه (16/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1371

د افغان حکومت او طالبانو له درې ورځني اوربند وروسته دواړو لوریو یو ځل بیا د جګړې ډګر ته ودانګل چې پیل یې له هلمند څخه وشو.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان امنیتي ځواکونو د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۲ مهمو قومندانانو په ګډون ۴۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

که څه هم طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو افغان حکومت وایي، چې دوی طالبانو سره جګړې ته اماده دي او خپل تازه دمي ځواکونه یې ډېرو سیمو ته لیږلي دي.

سره له دې، چې طالبانو خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تېره شپه یې له افغان حکومت سره په رسمي ډول اوربند پای ته ورساوه.