غزني او زابل کې د ټرافيکي پیښو له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني او زابل کې د ټرافيکي پیښو له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 9 مياشتي دمخه (07/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 232

په غزني او زابل ولایتونو کې د ټرافیکو پېښو له امله ۵ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي. 

د غزني د عامې روغتیا ریاست د نشراتو مدیر حجت الله هاشمي وايي، د کابل-کندهار پر لویه لار د قره باغ ولسوالي په «کوتي» کلي کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

ورته وخت کې د زابل د امنيه قومانداني مطبوعاتي مسوول ذبيح الله جوهر هم وايي، نن سهار د دغه ولايت د کابل – کندهار پر لويه لاره د شهر صفا ولسوالي په مربوطاتو کې د دوو موټرونو ترمنځ د ټرافيکي پېښې له امله درې کسان وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

د دواړو ټرافیکو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼل شوې ده.